لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دترهګرۍ دمخنیوي د ادارې دفعالیت جاج اخستل کیږي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دا مهال هیواد د یو شمیر کورنیو اؤ بهرنیو چیلنجونو سره مخ دی اؤ په دغو کې ترټولو ستر چیلنج د ترهګرۍ دی خو حکومت یې باوري دی چې په ترهګرۍ به قابو ومومي.

هغه دغه خبرې دسه شنبې په ورځ دترهګرۍ دمخنیوي دملي ادارې( نیکټا) د لمړۍ غونډې په مهال په داسې حال کې کړي چې د پوځ اؤ استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشران اؤ دڅلورو واړو صوبو لمړي وزیران هم موجود وؤ.

نیکټا په پاکستان کې دترهګرۍ د مخنیوي په غرض جوړه شوې هغه اداره ده چې پکې دپوځ،پولیسو اؤ استخباراتي شبکو ترمینځ دمعلوماتو تبادله کیږي خو تر دې مهاله ددغه ادارې یوه غونډه هم نه وه شوې،

وزیراعظم عمران خان د نیکټا په لمړۍ غونډه کې دیوې ادارې په توګه د نیکټا دکردار د جاج اخستلو دپاره یوه کمیټي هم جوړه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دموجوده حالاتو غوښتنه ده چې باید نیکټا نور هم په فعال انداز کې خپل کردار ترسره کړي.

سرچینې وایي دغه مهمه غونډه کې د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد د جوړ کړل شوي نیشنل ایکشن پلان دعملي کولو په اړوند هم غور اؤ بحث شوی.

په پاکستان کې څیړونکي وایي چې په کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دترهګریز برید نه وروسته دترهګرۍ په ضد د شلو نکتو کومه قامي تګلاره جوړه کړل شوې وه حکومت هغه تګلاره کې ډيرې نکتې نه دي عملي کړي.

وزیراعظم عمران خان په دې خبره هم افسوس ښکاره کړو چې تر اوسه د نیکټا کردار ته هیڅ پام نه دی ګرځول شوی .

هغه د نیکټا دکردار دجاج اخستنې کمیټې ته امر کړی چې هره اوونۍ باید خپل وړاندیزونه وزیراعظم ته وړاندې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG