لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان مرکزي حکومت پښتونخوا ته د بجلۍ د مناسبې ګټې ورکولو پرېکړه کړې


د پاکستان د ګډو ګټو کونسل (سي سي آی) په غونډه کې مرکزي حکومت او څلورواړه صوبې پر دې متفق شوي دي، چې د بجلۍ د خالصې ګټې د ټاکلو لپاره به د اې جي این قاضي فارمولې له مخې قاضي کمېټه تګلاره جوړېږي.

دغه غونډه د ګل- دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې وشوه، چې د څلورواړو صوبې اعلی وزیرانو هم پکې ګډون کړی وو.

د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوه ریاض داودزی د مرکزي حکومت دا ګام ستایي او وایي په پښتونخوا کې د برېښنا یو یونټ په یوه روپۍ پینځه پیسې جوړېږي، خو د هېواد په نورو برخو کې چې د ګېس، تېلو او هوا په وسیله کومه برېښنا جوړېږي، د هغې بیه ۱۸ روپیو ته رسېږي.

ښاغلی داودزی وایي مرکز بیا دغه ټولې یو ځای کړي، ټیکسونه بیرته ځنې واخلي او پښتونخوا ته یې ډېره لږ ګټه پاتې شي چې د کال ۱۷ یا ۱۸ اربه روپیو ته رسېږي:

"که مرکز د اې جي این فارمولې مطابق پښتونخوا ته په بست بار باندې د یونټ قیمت ورکړي نو له قابلِ تقسیم پول نه به دې صوبې ته د کال له ۷۰ تر ۹۰ اربه روپیو پورې ورکول کېږي".

ریاض داودزی وایي که مرکزي حکومت پر دې طریقه عمل وکړ، چې د پښتونخوا د اکثرو سیاسي ګوندونو غوښتنه هم ده، نو صوبې ته به د بجلۍ خالصه ګټه څلور چنده زیاته شي، همدارنګه په تېرو دوو کلونو کې چې کومو ډېمونو د بجلۍ پیداوار پیل کړی دی، کېدای شي د ګډو ګټو د کونسل په راتلونکې غونډه کې د هغه پرېکړه هم وشي، ځکه چې وایي د هغې ګټه لا پښتونخوا ته نه ده ورکړل شوې.

د پښتونخوا د تجارت د چېمبر پخوانی مشر فواد اسحاق وایي، د اې جي این قاضي فارموله پینځویشت کاله پخوا جوړه شوې ده، خو مرکزي حکومت تر اوسه پښتونخوا ته خپل حقونه نه دي ورکړي. ښاغلی اسحاق د داسې یوه قانون د جوړېدو غوښتنه کوي، چې وایي بیا که د هر ګوند حکومت وي خو د دې قانون له مخې به صوبو ته خپل حقوق پر وخت ورکول کېږي:

"په قاضي فارموله باندې موږ ټول متفق یو، چې د دې فارمولې له مخې د دې صوبې کوم حقوق جوړېږي په هغه باندې مشرانو ډېر بحث کړی دی، خو خبره دا ده چې د آیین مطابق زموږ د صوبې کوم حق جوړېږي هغه دې موږ ته بې ځنډه راکړل شي او یو قانون دې جوړ شي چې هر حکومت زموږ دا حق راکړي".

د ګډو ګټو د کونسل غونډه پر اوو نکتو وه، خو د پښتونخوا دغه سیاسي او اقتصادي څېړونکي وایي، دوی حیرانه دي چې په دې غونډه کې د تېلو او ګېسو د ګټې نکته ولې نه وه، ځکه چې وایي د پښتونخوا په جنوبي سیمو کې د تېلو او ګېسو د ګټې خبره هم لا له مرکز سره نه ده فیصله شوې.

دوی دواړه هیله من دي چې په مرکز او پښتونخوا کې د یوه تحریک انصاف ګوند حکومت دی او کېدای شي دا ځل پښتونخوا ته د خپلو ټولو وسایلو بجلۍ، ګېس او تېلو په بدل کې خپل بشپړ آییني او قانوني حقونه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG