لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:پاکستان کې دلږکیو دحقونو لمن ورځ تر بلې لنډېږي


په پاکستان کې سیاسي فعالین اؤ څیړونکي وایي چې ددغه هیواد دننه د لږکیو یا اقلیتونو دحقونو لمن ورځ تر بلې رالنډیږي اؤ د ائیني تحفظ اؤ په نړیوال دستور دپاکستان دلاسلیک باوجود لږکي د ریاست اؤ ټولنې لخوا نه زغمل کیږي.

دپاکستان دبشري حقونو د کمیشن په تابیا د نړیوالو عقیدو دجوړې شوې کاري ډلې دپرانستې په مهال اسلام اباد کې راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې پخواني سینیټر اؤ دپیپلز ګوند وتلي مشر فرحت الله بابر ویلي په پاکستان کې دوئ کیږي چې اقلیتونو ته دهغوئ ټول انساني،جمهوري اؤ‌ ائیني حقونه ترلاسه دي خو په عمل کې په هغوئ ورځ تر ورځه د ژوند دائره رالنډولی شي.

هغه وویل داقلیتونو دحقونو خوندي کولو دپاره پکار ده چې دبشري حقونو کمیشن،،دانساني حقونو وزارت اؤ د سینیټ اؤ قامي اسمبلیو د بشري حقونو کمیټې د نورو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

پخواني سینیټر افراسیاب خټک وویل لږکي هم دپاکستان وګړي دي، هغوئ که د هر مذهب پیرویان دي دحقونو تضمین یې د ریاست فرض دی.

ښاغلي خټک وویل هیواد کې دلږکیو دحقونو لمن ورځ تر بلې رالنډیږي اؤ دهغوئ دحقونو دتحفظ دپاره به په جمهوري توګه هڅې کول وي.

دقامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وویل په پاکستان کې د تیرو اویا کالو راهسې دا ویل کیږي چې مذهب دهرچا خپله معامله ده خو بیا په عمل کې لږکیو سره دمذهب په سر توپیري چلند کیږي.

هغې احمدي ټولنې سره د تړاؤ په اساس د اقتصادي مشورو دکونسل څخه د میا عاطف د ویستلو په دولتي اقدام هم سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل کله چې هم د تندروه مذهبي ګوندونو لخوا فشار سیوا کیږي نو حکومت پشا تګ اؤ محتاطه رویه اختیاروي‌ چې دې کار اقلیتونه ته سخته ضربه رسولې ده.

دغه دستورې ته یوې مسیحي فعالې رومانه پخپله وینا کې وویل چې په پاکستان کې د لږکیو شمیره پرله پسې سیوا کیږي .

هغې په هاغو ادارو هم نیوکې وکړي چې ګڼي ګنې دمسیجي ټولنې وګړي په هیواد کې یوازې دصفایۍ دکار دپاره دي.

دپاکستان د انساني حقونو وزیرې ډاکټرې شیریں مزاري روانه میاشت دلږکیو د استازو یوې ډلې سره په لیدنه کې ویلي وؤ چې نویحکومت به داقلیتونو داساسي حقونو دتحفظ دپاره کوټلي ګامونه اخلي اؤ هغوئ ته دپاکستان ائین د هیواد د نورو وګړو په څیر ټول حقونه ورکړي دي.

روانه میاشت کې دپاکستان داقتصادي مشورو د کونسل نه یو غړی میا عاطف وروسته له هغې ویستل شوی ؤ چې په ټولنیزو رسنیو هغه ته “احمدي” وویل شو اؤ په حکومت د هغه د ویستلو دپاره فشارونه راوړل شول.

د میا عاطف په ویستل کیدلو ددغه کونسل یو بل مهم غړي عمران رسول هم دکونسل دغړیتوب نه احتجاجاً استعفا ورکړې وه اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې " د مذهب په اساس فېصلې د اقدارو پرضد دي، زه خپلو بچو ته د اقدارو د تعليم ورکولو هڅه کوم"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG