لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني تجاران وایي که پر تورخم د مېوو ځنډول بند نه شي د مېوو تجارت به و دروي


واشنګټن ـــ د پاکستان د کرهنې او مېوو د پیداوار او سوداګرو اتحادیې خبرداری ورکړی چې که پر تورخم پوله د پاکستان کسټم چارواکي له افغانستانه د راتلونکو مېوو او سبزیو د ځنډولو عمل بند نه کړي، نو دوی به د مېوو تجارت په بشپړه توګه و دروي.

د سوداګرانو د اتحادیې یو مشر پیر علي مرجان وایي، له تېرې یوې میاشتې کسټم چارواکي د مازدیګر له څلورو بجو وروسته د مېوو او سبزیو د لاریو کلېرنس نه کوي او لارۍ ډېرې وځنډېږې چې له کبله یې مېوې او سبزۍ خرابې شي.

"انګور چې یوه ورځ ودرېږي نو د یوه ګاډي قیمت- چې شپېته اویا لکه روپۍ وي- سبا ته هغه ګاډی یواځې اته یا لس لکه روپۍ جوړې کړي نو د تاجر به څه حال وي، موږ خو په قانوني طریقه راځو او کسټم ته پیسې ورکوو".

په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته ښاغلي علي مرجان وي.او.اې ډیوه ته وویل، چې د مېوو غوندې د سبزیو خصوصاً د ټماټرو پر لاریو د بندیز او ځنډ له امله په بازارونو کې د ټماټرو د یو کیلو نرخونه په یوه ورځ کې د ۸۰ او ۲۰۰ روپیو تر منځ کښته پورته شول او د لسو لکو روپیو د ټماټرو ټرکونه یې په ۲۷۰۰۰ روپۍ خرڅ کړل:

"ټماټر ټول خراب شول او هغه مو په بېلچو وغورځول. موږ خو څه غیرقانوني تجارت نه کوو. کسټم عمله په تورخم د کولې ټرکونه زر را پرېښودل کېږي خو د مېوو او سبزیو ټرکونه په ورځو ورځو ایساروي".

د کرهنې او مېوو د پیداوار او سوداګرو د اتحادیې مشر ملک سوني وایي، که کسټم چارواکي د دې ستونځې حل را ونه باسي، نو دوی به مجبوره وي چې له افغانستانه د سبزیو او مېوو راوړل بند کړي:

"له افغاسنتانه هره ورځ د پیازو پینځوس شپېته ټرالره راځي، تقریباً سل یو سل شل د ټماټرو ټرالر هره ورځ راځي، دغه شان انګور هم شاوخوا سل ټرکه راځي، خو دوی [کسټم چارواکي] خپله خوښه کوي، چې کله لس ټرالره پرېږدي کله شل پرېږدي، بیا چې کله رخصتي پکې راشي نو په دویمه ورځ ۲۰۰ ټرېلې راشي نو په هغوی کې تر نیم زیات خراب شوي وي".

د مېوو او سبزیو کاروباریان وایي پخوا به د مېوو او سبزیو لاریو ته شپه ورځ پر تورخم د را اوښتو اجازه ورکول کېده، خو له یوې میاشتې راهیسې د مازدیګر له څلورو بجو پر پوله درول کېږي چې له کبله یې د دوی کاروبار ته سخت زیان رسولی دی.

دغه سوداګر وایي دوی په دې اړه د کسټم چارواکو ته خپل شکایت هم رسولی خو لا یې ستونځه نه ده حل شوې.

د وي.او.اې ډیوه خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د کسټم د چارواکو نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG