لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ماما قدير بلوڅ پرضد د غدارۍ د مقدمې دپاره خواست شوی


د بې درکه کسانو دپاره غږ پورته کوونکي سازمان مرستيال مشر ماما عبدالقدير بلوڅ پرضد په کوټه کې خواست شوی چې د غدارۍ مقدمه دې پرې جوړه شي.

ماما قدير بلوڅ روانه مياشت سويټزرلېنډ ته د ملګرو ملتونو يوې غونډې ته ګډون له تللی ؤ.

رسنیو سره په خبرو کې ماما قدير تور لګولی ؤ د ملګرو ملتونو نه غواړي چې په بلوچستان کې د بشري حقونو کومه سرغړونه کيږي په پاکستان دې فشار واچوي چې دغه سرغړونه نه کوي.

هغه ويلي ؤ "د بلوچستان وسايل (سره زر، تانبا او نور) مرکز پنجاب وړي، اته فيصده د پاکستان پوځ وړي او دوه فيصده بلوڅانو ته ورکول کيږي او هغه هم نه ورکول کيږي".

د ماما قدير پرضد خواست د پاکستان ورکرز پارټۍ نظرياتي مشر خدای دوست کاکړ د کوټې په بجلي ګهر تاڼه کې ورکړی دی.

دوست کاکړ ويلي ماما قدير د پاکستان بدنامي کړې ده.

د وي او ای خبريال حامد سمسور سره په خبرو کې نوموړي وويل،

" دا درخواست په دې حواله باندې دی چې ماما قدير دغه بیان ورکړی دی چې د پاکستانه څخه مونږ ازادي اخلو مودي (د هند وزیراعظم) دې زمونږ مرسته وکړي مونږ د پاکستاني پنجابي پوځ خلاف جنګيږو".

هغه وويل ځکه دوی د ماما قدير پرضد خواست ورکړو چې د پاکستان د ائين او قانون لاندې هغه ته سزا ورکړی شي.

دوست کاکړ وايي دا مقدمه به رياست چلوي.

د بلوچستان د سهراب اوسېدونکی ماما عبدالقدير بلوڅ چې ۷۸ کلن دی د بېنک څخه ريټايرډ دی او دا وخت په کوټه کې ژوند کوي.

د بلوڅ زوی جليل ريکي چې د بلوچستان ريپبلکن پارټۍ عمومي سېکتر ؤ په ۲۰۰۹ کې د فرورۍ په میاشت کې بې درکه شوی او د کال ۲۰۱۱م په نومبر کې يې بيا مړی ترلاسه شوی ؤ.

ماما قدير د خپل زوی د بې درکۍ وروسته په بلوچستان کې د بې درکه خلکو د مالومولو او خوشي کولو دپاره د (وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز) په نوم سازمان جوړ کړی ؤ.

ماما قدير تور لګوي چې په بلوچستان کې د زرګونو په شمېره کې بلوڅان بې درکه کړی شوي دي خود بلوچستان حکومت وايي تر يو نيم سلو پورې کسان بې درکه دي او په دوی کې زيات نورو هېوادونو ته تللي دي.

د بې درکه بلوڅانو دپاره جوړ سازمان د کال ۲۰۱۳م په اکتوبر کې د کوټې نه تر کراچۍ او بيا په دسمبر کې د کراچۍ نه بيا تر اسلام اباده پورې احتجاجي لاريونونه هم کړي وو.

XS
SM
MD
LG