لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنید خان ښه بالنګ بنګله دېش ډېرو رنزونو جوړولو ته پرېنښود


د اېشیا کپ په یوه مهمه کرکټ لوبه کې نن پاکستان او بنګله دېش لوبېږي. د پاکستاني لوبغاړي جنید خان ښه بالنګ د بنګله دېش لوبډلې زیات رنزونه جوړ نه کړل او پاکستان ته یې په ۴۸ اوورونو او ۵ بالونو کې د ۲۴۰ رنزونو هدف وټاکه.

د پاکستان په بالرانو کې تر ټولو ښه کارکردګي جنید خان وکړه، چې ۴ څلور وکټونه یې واخیستل او صرف ۱۹ رنزونه یې ورکړل.

د پاکستان یوه بل لوبغاړي شاهین اپریدي په ۱۰ اورونو کې ۴۷ رنزونه ورکړل او ۲ وکټونه یې تر لاسه کړل.

د بنګله دېش لوبډلې مشفق الرحیم ښه بېټنګ وکړ او ۹۹ رنزونه یې جوړ کړل او محمد میتهن ۶۰ رنزونه جوړ کړل.

په څو شېبو کې پاکستان خپل بېټنګ پیل کوي.

دا لوبه که هرې لوبډلې وګټله نو هغه به له هند سره پایلوبې ته ووځي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG