لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:نښته کې دوه پوځیان اؤ څلور وسله وال وژل شوي


دپاکستان دبلوچستان ایالت په قلات سیمه کې د وسله والو اؤ پوځ ترمینځ نښته کې دوه پوځیان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي اؤ ددې ترڅنګ څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

پوځ پخپل یو بیان کې دعوه کړې چې ترهګرو بلوچستان صوبه کې په لویه کچه د ترهګرۍ منصوبه جوړوله چې پوځ پرې خبر شو اؤ دهغوئ دا هڅه یې شنډه کړه.

دپوځ بیان کې ویل شوي چې دغه نښته د قلات په منګهوچر سیمه کې شوې اؤ د وژل شوؤ ترهګرو د ولقې نه خودکش جیکټونه،چاودیدونکي مواد اؤ درنه وسله هم ترلاسه شوې ده.

پوځ د وژل شوؤ سپاهیانو نومونه وارث سبجان اؤ میرعالم ښودلي چې تعلق یې دپنجاب اؤ ګللګت بلتستان سره دی.

د روانې میاشتې په ۲۲م نېټه دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې دشمالي وزیرستان په سره نرۍ سیمه کې یې نهه ترهګرو سره نښته شوې وه چې پکې نهه ترهګر اؤ اووه پوځیان وژل شوي وؤ.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ دعوې کوي چې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو کې یې دترهګرو ملا ماته کړې ده خو ددې باوجود هم وخت په وخت دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په پوځیانو دترهګرو لخوا دبمي چاودنو اؤ بریدونو راپورونه مخې ته راځي

XS
SM
MD
LG