لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان لوبغاړي محمد شهزاد ته دکرکټ سیالیو کې د درغلۍ وړاندیز شوی


په شارجه کې دپينځم اکتوبر څخه پلیدونکو دافغان پریمئیر لیګ په شل اووریزو سیالیو کې دافغان لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد شهزاد ته دخپلې لوبډلې دپاتې راوستلو دپاره د دقصده دخرابې لوبې کولو یا درغلۍ وړاندیز شوی دی.

دافغانستان وکټ کيپر محمد شهزاد دکرکټ دنړیوالې شورا دبډو رشوتونو دمخنيوي ادارې سره ددغه معاملې دراپورته کيدو څخه دمخه د درغلۍ وړانديز نه دخپلې لوبډلې تنظیمونکي خبر کړي دي.
د"اي ايس پي اين کريک انفو" په نوم دلوبو دويب پاڼې ترمخه شهزاد دپریمئیر لیګ په سیالیو کې د لوبېدو لپاره دپکتيا دفرنچايز لخوا اخستل شوى،

په دغو سیالیو کې به دبرينډن مکالم، شاهد اپريدي او کريس ګيل په څير تکړه دکرکټ لوبغاړي لوبيږي.
دويب پاڼې ترمخه دکرکټ دنړیوالې شورا يو چارواکي ويلي دايشيا کپ دسیالیو په مهال (شهزاد ته دسپاټ فکسنګ) وړانديز شوى خو دغه وړانديز دهغوي( افغانستان) دخپلو دخپلو شل اووریزو سیالیو د پریمئیر لیګ په اړه ؤ.
هغه ويلي دي ددغه معاملې اطلاعات دباوري سرچينو نه مخې ته راغلي او دبډو رشوتوتو دمخنيوي اداره يې جاج اخلي.
دائي سي سي دبډو روشتونو دمخنيوي دادارې مشر اليکس مارشل ويلي په تیر یو کال کې دنړیوال کرکټ د لوبډلو کپتانانو ته دسپاټ فکسنګ وړانديزونه شويدي، په دغو کپتانانو کې دپاکستان سرفراز احمد اؤ دزمبابوى پخوانى کپتان ګريم کريمر هم شامل دي.

ښاغلي مارشل دکرکټ دنړیوالې شورا په مرکزي دفتر کې دخبرو په مهال ويلي په تيرو دولسو مياشتو کې کرکټ کې د درغلۍ په اړوند دوه ديرش پلټنې شوي چې پکې اته لوبغاړي شکمن ګرځول شويدي،

په شکمن ګرځول شوؤ کې پينځه انتظامي غړي هم شامل دي چې په هغوئ د درغلۍ تورونه لګول شويدي،

پينځوؤ نړيوالو کپتانانو د درغلۍ دوړانديزونو ترلاسه کولو خبر ورکړيدى.
مارشل دبډو رشوتونو اؤ په لوبو کې د درغلۍ دمخې نیولو دادارو لخوا دنوو جوړو ټي ټوينټي ليګونو باندې داثرانداز کيدو په طريقو دلوبغاړو دپوهولو لپاره دټولو بورډونو سره په ګډه دکار کولو په ضرورت ټينګار کړيدى دى

XS
SM
MD
LG