لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د وزیراعظم هاوس اته مېښې په ۲۳ لکه روپۍ په نیلامي کې خرڅې شوې


د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان د خپل نوي سرکاري کور د خرڅونو د کمولو په هڅو کې د قیمتي موټر تر نیلامولو وروسته د وزیراعظم هاوس اته مېښې هم نیلام کړې او ټولې خرڅې شوې.

حکومت دغه اته مېښې په ۲۳ لکه (۲.۳ میلینه) روپیو نیلام کړې وې، چې په هغوی کې تر ټولو د ګرانې بیې مېښه په درې لکه پینځه اتیا زره ۳۸۵۰۰۰ روپۍ او تر ټولو د ټیټې بیې مېښه په یو لک پینځه اویا زره ۱۷۵۰۰۰ روپۍ خرڅه شوه.

د مسلم لیګ نواز ګوند سنېټر مشاهد الله خان د تحریک انصاف ګوند دغه کار بې ګټې وباله او وایي یواځې د وزیراعظم هاوس د موټرو او مېښو په خرڅولو د وزیراعظم د سادګۍ د ژوند اوازه هسې یوه پروپیګنډه ده:

"د زړو موټرو په خرڅولو به څه وشي، چې یو سړی د ۶۰۰ کناله مځکې په کور کې اوسېږي د هغه ژوند ساده نه وي، په وزیراعظم هاوس کې چې ۸ مېښې دي نو مطلب دا دی چې هلته له بازاره نه ورځي، اوس چې دا خرڅې شي نو شیدې به له بازاره اخلي او تر هغه به زیاتې ګرانې وي".

دغه نیلامي د پنجشنبې په ورځ سهار پر ۱۱ بجو په وزیراعظم هاوس کې پیل شوه، چې تر سلو زیاتو کسانو پکې برخه واخیسته او په شاوخوا یوه ګېنټه وخت کې نیلامي ته ولاړې ټولې اته مېښې په ټاکلې بیه په ۲۳ لکه روپۍ خرڅې شوې.

په نیلامي کې خلکو دغه مېښې د عام بازار تر بیو څو چندانه ګرانې واخیستې. د پنجاب د تله ګنګ سیمې اوسېدونکي اشفاق په دې نیلامي کې درې مېښې واخیستې، چې هره یوه یې په ۲۶۸۰۰۰ روپۍ وه، هغه وایي:

"هسې خو په بازار کې د دې مېښې قیمت یو لک روپۍ دی خو موږ د میا صاحب [نواز شریف] په خاطر کې واخیسته، د نیلامي په بولۍ کې قیمت پورته شي بس ځکه موږ هم له شوقه واخیستې".

دغه مېښې د (راوي نیلي) نسل ګڼل دي چې ویل کېږي شودې یې ډېرې ټینګې دي او دا د پخواني وزیراعظم نواز شریف د حکومت په وخت اخیستل شوې وې او شیدې یې هغوی په کور کې استعمالولې.

تر دې وړاندې حکومت له هغو شاوخوا ۱۰۰ موټرو څخه ۶۱ ګرانبیه موټر هم په نیلامي کې خرڅ کړل چې په وزیراعظم هاوس کې ولاړ وو او په دغو موټرو کې اته ګولۍ ضد بي ایم ډبلیو موټر، د نوي ماډل مرسډیز موټر او ځینې نور قیمتي موټر شامل وو.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري وایي، د وزیراعظم هاوس د خرڅ شویو موټرو او مېښو پیسې به د هېواد په قومي خزانه کې جمع کوي. رپوټونه وایي د موټرو د خرڅېدو اته کروړه په قومي خزانه کې جمع شوې دي.

سرچینې وایي چې د موټرو او مېښو تر نیلامي وروسته به هغه څلور هیلي کاپټر هم نیلامي ته وړاندې شي چې په وزیراعظم هاوس کې ولاړ دي، خو ویل کېږي چې په دغو هیلي کاپټر الوتکې کې یو هم د الوتلو قابل نه دی.

XS
SM
MD
LG