لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شمالي وزيرستان په وسله وال بريد کې د پاکستان یو ملېشه عسکر وژل شوی


واشنګټن ـــ د پاکستان پوځي چارواکي وايي د افغانستان له خوا د وسله والو په يوه بريد کې د پاکستان د ملېشه ځواکونو یو عسکر وژل شوی دی.

د ملېشه ځواکونو حوالدار حبيب الله وي.او.اې ډيوه ته ويلي، د ملېشه ځواکونو عسکر د معمول په ګزمه بوخت وو چې وسله والو پرې بريد وکړ، خو وايي په ځوابي ډزو کې وسله وال د افغانستان لور ته تښتېدلي دي.

"زمونږ کسانو ځوابي ډزې ورباندې وکړې خو د هغوی په لومړيو ډزو کې زمونږ يو عسکر ولګېدلو".

افغانستان د پاکستاني چارواکو د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي چې وایي وسلوال له افغانستانه ور اوښتي وو، خو افغانستان له اوږدې مودې دعوه کړې چې وایي له پاکستانه د حقاني ډلې او نور وسلوال طالبان ور اوړي او هلته د افغان پوځیانو په ګډون پر بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي.

د وژل شوي تن نوم فتح الله بېټنی دی، چې تعلق یې د ټانک ضلعې له ابي زر کلي سره دی. د هغه تره اخته مير له وي.او.اې ډيوه سره په مرکه کې ويلي، فتح الله بېټنی د ټولې کورنۍ د ګټې وټې يواځینۍ اسره وه او مالي حالت يې ډېر کمزوری دی:

"دی تر ټولو مشر وو دوه خویندې يې په کور ناستې دي او دوه يې ماشومان وروڼه دي، مور او پلار يې په ډېر ضعيف عمر کې دي".

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کې د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پیل کړي وو او پوځ دعوه کوي چې دغه سيمه يې له ترهګرو پاکه کړې ده.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د شمالي وزيرستان د سفر په وخت ويلي وو، پوځ او ولس ډېرې قربانۍ ورکړي او ترهګر به بيا سيمې ته پرې نه ږدي.

نوموړي دغه خبرې په داسې وخت کولې چې هفته وړاندې هم د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د وسله والو په بريد کې د پاکستان د پوځ د يو کېپټن په ګډون اووه پوځیان وژل شوي وو چې په ځوابي ډزو کې پوځ هم د نهو وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

څه که هم د پاکستان پوځ له ترهګرو نه د پخوانيو قبايلي سيمو د پاکولو دعوې کوي خو وخت په وخت په دغو سيمو کې امنيتي عسکر او عام ولس د ترهګرو بريدونو ښکار کېږي.

د پاکستان د پوځ پخوانی بریګېډيراو دفاعي څېړونکی سید نذير وايي، د ترهګرو بريدونه کم شوي دي خو دغه يو اوږد او خور وور جنګ دی او تر څو چې په افغانستان کې قراري نه وي راغلې تر هغې په پاکستان کې هم پوره امنيت نه شي راتلای.

XS
SM
MD
LG