لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمی خليلزاد او شاه محمود قرېشي د افغانستان د سولې په خبرو غږېدلي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په نيويارک کې د افغانستان دپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدلي او په افغانستان کې د سولې دپاره د سياسي اقداماتو د ملاتړ ټينګار کړی دی.

شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د امريکا په سفر دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل د د زلمي خلیلزاد سره د شاه محمود قرېشي د ليدنې ويلي دي.

د پاکستان د دولتي رسنيو ترمخه شاه محمود قرېشي د خليلزاد سره په ليدنه کې ټينګار کړی چې په افغانستان کې سوله او ثبات په خپله د پاکسان دپاره ډېر مهم دي.

هغه ويلي پاکستان تل په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي خبره کړې او د امريکا د دغه ګام ستاينه کوي چې د سياسي خبرو د لارې د روغې جوړې خبره يې کړې ده.

زلمي خليلزاد د روانې میاشتې په سر کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپيو سره د اسلام اباد سفر هم کړی ؤ، په کوم کې چې ښاغلي پومپيو د پاکستان وزيراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او شاه محمود قرېشي سره ليدلي وو.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د اسلام اباد د سفر وروسته ښاغلي قرېشي د کابل سفر هم کړی ؤ.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې مايک پومپيو ويلي ؤ چې زلمی خليلزاد به د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د امریکا استازی وي.

په خټه افغان ښاغلی خليلزاد په تاريخي توګه د پاکستان لپاره سخت دريځ لري او په افغانستان کې د سولې ملاتړی دی.

نوموړي له دې وړاندې د کال ۲۰۰۳م نه تر ۲۰۰۵م پورې په افغانستان کې د امريکا سفير پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG