لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان سره په پوله د اخيستو ګامونو امريکا خبر کړې


اېلس ويلز د روان کال اپرېل په میاشت کې د پاکستان سفر کړی ؤ
اېلس ويلز د روان کال اپرېل په میاشت کې د پاکستان سفر کړی ؤ

د پاکستان د بهرنیو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه د سويلي او منځنۍ اسیا دپاره د امریکا استازې اېلس ويلز سره ليدلي، په دوه اړخيزه اړيکو، د افغانستان او سيمې په حالاتو يې ورسره خبرې کړي دي.

د پاکستان د دولتي رسنۍ ترمخه جنجوعه امريکايي استازې خبر کړې چې د افغانستان د حکومت سره يې د اړيکو په تړاؤ کوم ډول ګامونه پورته کړي دي.

پاکستان او افغانستان د جولايۍ په ۲۳م نېټه د سولې او پېوستون دپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د (APAPPS) په نوم کاري پلان په رسمي ډول پرانسته کړې وه.

د دغه کاري پلان په چوکاټ کې د سياسي سفارتي، پوځي، استخباراتي، اقتصادي يا سوداګرۍ او کډوالو د چارو دپاره ګروپونه جوړ کړی شوی چې په خپلو برخو کې به کار کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سېکترې ويلي پاکستان په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي د جامع بهير ملاتړ کوي.

د خبر ترمخه جنجوعه ټينګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د حکومتي عملدارۍ نه په بهر علاقو باندې اندېښنه لري چې دغه علاقې ترهګر په سیمه کې د ترهګرۍ دپاره کاروي.

د بهرنيو رسنیو ترمخه اغلې وېلز ويلي امریکا د سویلي اسيا دپاره په خپله جوړه کړې تګلاره ولاړه ده او غواړي چې په سيمه کې هر ډول ترهګري ختمه شي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د تېر کال اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله وړاندې کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نیوکې کړي چې په خپله خاوره يې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

پاکستان دغه تورونه رد کړي وو.

د ټرمپ انتظاميې په پاکستان فشار اچولی چې د طالبانو د افغان دولت سره د سولې د خبرو په لړ کې خپل رول ولوبوي. امریکا د پاکستان پوځي امداد هم ودرولی دی.

اغلې جنجوعه، اېلس وېلز د افغانستان سره په پوله د پاکستان لخوا د اخيستل شوؤ ګامونو څخه امريکايي استازې خبر کړې ده.

پاکستان نزدې دوه کاله وړاندې د افغانستان سره په پوله د انتظام (بارډر منېجمنټ) پېل کولو پرېکړه کړې وه، د کوم د لاندې به چې بې له ويزې څوک پاکستان ته نه شي راوړېدی او يو کال وړاندې په دې پرېکړه عمل پېل شوی ؤ.

پاکستان د افغانستان سره په پوله د سیمو ازغن تار لګوي او پوځ وايي د روان کال تر اخرې پورې به د پولې په حساسه برخو به د سيمو د ازغن تار لګولو عمل بشپړ شي.

بلومبرګ خبري ادارې تېره میاشت خبر ورکړی ؤ چې پاکستان د افغانستان سره د ډېورنډ په لانجمنه پوله ۶۰ زره نور پوځيان هم په ځای کوي.

پاکستان وايي د ترهګرو د لارې نيولو په موخه يې د ۲۰۱۶م کال راهسې افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه چې نزدې ۲۶۰۰ کلوميټره اوږدوالی لري ارغن تار لګول پېل کړي دي.

راپورونه وايي د دوه کالو پورې موده کې به پاکستان د ۵۳۲ اربه ډالرو په لګښت په پوله ارغن تار او نزدې ۷۵۰ پوستې جوړې کړي.

پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني خو افغانستان يې په رسميت نه مني.

د امریکا او پاکستاني استازو ليدنه د زيارت په ورځ د امريکا په نیويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې شوې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارووزير شاه محمود قرېشي هم د افغانستان دپاره امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG