لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه د ۱۱ؤ ترهګرو په دار د خېژؤلو منظوري ورکړه


دپاکستان پوځ وایي ددغه هیواد د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دهاغو ۱۱ؤ ترهګرو په دار د خیژولو منظوري ورکړې ده چې په امنیتي ځواکونو اؤ عام ولس بریدونو کې ککړ وؤ.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دترهګریزو بریدونو دلړۍ چټک کیدلو سره سم پوځي مشر هم نیول شوؤ ترهګرو ته د تېزندۍ ورکولو امرونو کې چټکتیا راوستې ده.

په روانه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې جنرال باجوه دګڼ شمیر ترهګرو دتیزندي کولو منظوري ورکړې ده.

دپاکستان دپوځ لخوا مطبوعاتو ته د ورکړل شوي بیان له مخې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه چې کومو ترهګرو ته دتېزندۍ ورکولو منظوري ورکړې ده په هغوئ کې عین اللہ، نیک ولی، فضل منان، رحمت زادہ، زید محمد، نعمت اللہ، مسکین زادہ، محمد رحمان، عظمت اللہ، رقیم اؤ اکرام خان شامل دي.

پوځ وایي دغو ترهګرو ۴۹ عام وګړي اؤ ۲۰ پوځي اؤ پولیس عسکر وژلي اؤ ۱۴۸ یې ژوبل کړي وؤ.

پوځ‌ پخپل بیان کې زیاته کړې چې څلورو ترهګرو ته د پوځي محکمې لخوا د عمري بند سزاګانې هم اورؤل شوي دي.

په پاکستان کې پوځي‌ محکمې په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول د ترهګریز برید نه وروستو په جنوري کال ۲۰۱۵م کې جوړې کړی شوې وې.

دبشري حقونو دپاره کارکوونکي ځینې تنظیمونه اؤ دمدني ټولنې فعالین په دغو محکمو نیوکې لري چې ټولې چارې پکې دخلکو له نظره پناه ترسره کیږي اؤ هیڅ نه معلومیږي چې تورنو خلکو ته دځان دصفایۍ څومره موقعې ورکوي.

خو دپاکستان پوځ وایي په دغو محکمو کې د دوسیو د اوریدنې په مهال ملزمانو ته د ځان دصفایۍ پوره پوره موقعې ورکړل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG