لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په رسمي ډول انتخابي کمپاین پیل شو


انتخابي کمپائن
انتخابي کمپائن

دافغانستان د راتلونکو پارلیماني ټولټاکنو لپاره په پلازمینې کابل او ولایتونو کې دنوماندانو انتخاباتي کمپاینونه نن د ټاکنو دخپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې په رسمي توګه پیل شو.

دټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، دا انتخابي کمپاین به دتلې دمیاشتې تر ۲۵مې نیټې دوام ولري او نومندان کولی شي چې دانتخاباتو دقانون مطابق ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړي.

دافغانستان ولسي جرګې ته نوماند وکیلانو د نورو ولایتونو په ګډون په پلازمینې کابل کې دغونډو په جوړیدو او همدا راز دښار په عمومي واټونو او د سړکونو په منځ ګلدانونو کې دبرییښنا پرپایو تبلغاتي شعارونه او همداراز انځورونه لګولي اود ښار بڼې ته یې تغیر ورکړی دی.

ددې سره سم په ټولنیز رسنیو هم نوماندانانو اؤ دهغوئ پلویانو انتخابي کمپائن ته زور ورکړی اؤ د خلکو نه رایې غواړي.

دکابل ښار یوشمیر اوسیدونکي په افغانستان کې انتخابي کمپاين پیل کیدو خوښي څرګندوي خو ځېني نور بیا دنوماندانو په دې کمپاینونو نیوکې لري.

دکابل ښار اوسیدونکي سیدلي عمرزي امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،نوماندان باید په هغو سیمو کې تبلغاتي شعارونه او انځورونه ولګوي چې له ښاروالۍ څخه یې اجازه ترلاسه کړي وي.

نوموړي وویل"ځینو نوماندانو دخلکو دشخصي کورونو،ښوونځیو او دولتی ودانیو په دیوالونو خپل عکسونه او شعارونه لګولي چې دې کار دښار په ځینو برخو کې دښار ښکلا او ښاري نظم هم خراب کړی دی"

دپارلماني انتخاباتو لپاره ټاکنیزکمپاینونه نن د جمعې په ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې پیل شوي چې راتلوونکو ټاکنو ته ۲۲ ورځې پاتې دي او د راتلونکې میاشتې د اکتوبر په ۲۰ به مه د ولسي جرګې انتخابات ترسره کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG