لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان دپوځ اؤ ایي ایس ایي مشرانو سره په مهمو چارو غونډه کړې ده


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان،دپوځ دسرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤداستخباراتي شبکې ایي ایس ایي دمشر جنرال نوید مختار ترمینځ یوه مهمه غونډه شوې چې پکې د پاکستان اؤ سیمې په امنیتي وضعیت خبرې اترې شوي دي.

دا غونډه دجمعې په ورځ وروسته له هغې شوې چې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه په دې وروستیو کې دامریکایي چارواکو سره لیدنو کې دامریکا اؤ پاکستان د اړیکو اؤ افغانستان کې دسولې د روانو هڅو په اړوند خبرې اترې کړي دي.

د وزیراعظم دماڼۍ نه په خپور شوي یو لنډ بیان کې ویل شوي چې دعمران خان سره د پوځ دسرلښکر جنرال قمر باجوه اؤ د ایي ایس ایي د مشر جنرال نوید مختار لیدنه کې دهیواد اؤ سیمې په بیلابیلو مهمو چارو خبرې شوي خو ددغو خبرو جذئیات میډیا ته نه دي څرګند کړل شوي.

له دې لیدنې وړاندې د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه هم وزیراعظم عمران خان د پوځ اؤ ایي ایس ایي مشرانو سره یوه مهمه غونډه کړې وه چې پکې افغانستان اؤ امریکا سره دپاکستان د اړیکو اؤ افغانستان کې دسولې روانو هڅو کې دپاکستان په کردار خبرې شوې وې.

څیړونکي وایي په دې وروستیو کې په پاکستان دامریکا اؤ ناټو لخوا فشارونه سیوا شوي چې افغانستان کې دامن اؤ سولې په ټینګښت کې کردار ترسره کړي اؤ که داسې نه کوي نو امریکا اؤ دناټو غړي هیوادونه به یې له مرستو لاس راکاږي.

امریکا روان کال کې په پاکستان خپلې پوځي مرستې تړلي اؤ شرط یې ورته ایښی چې دغه مرستې به ترهغې نه ورکړل کیږي تر څو چې پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو په ضد غوڅ ګامونه نه وي اخستي.

خو پاکستان وایي چې هغوئ دترهګرو هیڅ مخ ملازه نه کوي اؤ د ټولو ورانکارو ډلو په ضد یو رقم ګامونه اخلي.

سږکال داګست په میاشت کې دپاکستان نوي جوړ شوي وزیراعظم عمران خان اقتدار کې له راتلو وروسته ویلي وؤ دهغه حکومت به افغانستان کې د سولې ټینګښت کې مرسته وکړي اؤ ددغه هیواد سره به خپلې اړیکې پیاوړي کړي.

خو څیړونکي وایي چې دافغانستان په هکله د پریکړو اصل واک د پاکستان حکومت سره نه بلکې پوځ سره دی.

دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې د روان کال د پیل راهسې زیاتې خړې شوې دي اؤ افغان ولسمشر اشرف غني تور لګوي چې پاکستان په افغانستان نا اعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي چې په پاکستان د تورونو لګولو پرځائ باید افغان دولت دخپل کور د ستونزو هواری پخپله راوباسي.

XS
SM
MD
LG