لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:دسولې خبرو ته دطالبانو کښېنولو کې به پاکستان ته کردار ادا کول وي


امریکه یو ځل بیا په پاکستان غږ کړی چې دطالبانو افغان دولت سره خبرو ته کښېنولو کې خپل رول ترسره کړي‌ ځکه چې که طالبان د روغې خبرو ته کښیني نو له امله یې سیمه کې امن اؤ ثبات ټینګیدلی شي.

سویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس ویلز یو نړیوال خبري اژانس سره په مرکه کې یوځل بیا دامریکا دا دریځ تکرار کړی چې پاکستان کې تر اوسه ترهګر خپلې خوندي ځالې لري اؤ دغه ترهګر افغانستان کې په امریکایي ځواکونو بریدونه کوي ځکه نو پاکستان کې دترهګرو د خوندي ځالو له مینځه وړل ضروري دي.

د امریکایي چارواکې ددې څرګندؤنو نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان د بهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه میرمن ویلز سره لیدنه کې ویلي وؤ چې پاکستان افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي د جامع بهير ملاتړ کوي.

میرمن ایلس ویلز وویل امریکا یوازې پاکستان کې دترهګرو د ځالو ختمولو خبره نه کوي بلکې غواړي چې افغانستان کې هم دملا فضل الله د ترهګرو ډلو په څير ورانکارې ډلې له مینځه یوړل شي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د تېر کال داګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله وړاندې کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نیوکې کړي چې په خپله خاوره يې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

خو پاکستان دامریکا دغه تورونه رد کړي دي.

مرستیالې وزیرې زیاته کړې ده چې افغانستان کې دامن ټینګښت د ټولې سیمې په ګټه دی اؤ دغه امن دپاکستان له همکارۍ پرته نه شي ټینګیدلی.

د ټرمپ انتظاميې په دې وروستیو کې په پاکستان فشار اچولی چې د طالبانو د افغان دولت سره د سولې د خبرو په لړ کې خپل رول ولوبوي. امریکا د پاکستان پوځي امداد هم ودرولی دی.

ایلس ویلز وویل امریکا د پردې تر شا یا پراکسي جنګونه ختمول غواړي اؤ دا هله کیدلی شي چې دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د دڅارنې اؤ کنټرول نظام نور هم پياوړی کړل شي.

پاکستان نزدې دوه کاله وړاندې د افغانستان سره په پوله د انتظام (بارډر منېجمنټ) پېل کولو پرېکړه کړې وه، د کوم د لاندې به چې بې له ويزې څوک پاکستان ته نه شي راوړېدی او يو کال وړاندې په دې پرېکړه عمل پېل شوی ؤ.

پاکستان د افغانستان سره په پوله د سیمو ازغن تار لګوي او پوځ وايي د روان کال تر اخرې پورې به د پولې په حساسه برخو به د سيمو د ازغن تار لګولو عمل بشپړ شي.

بلومبرګ خبري ادارې تېره میاشت خبر ورکړی ؤ چې پاکستان د افغانستان سره د ډېورنډ په لانجمنه پوله ۶۰ زره نور پوځيان هم په ځای کوي.

ایلس ویلز پخپله دې مرکه کې د هند اؤ افغانستان ترمینځ سوداګریزې اړیکې دسیمې دپاره ارزښتناکې بللي دي اؤ ویلي یې دي پاکستان اؤ افغانستان هم باید خپلو کې اقتصادي اړیکې ټینګي کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG