لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چارسده کې د کانګو ناروغۍ يو ځوان تن وژلی


د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې د کانګو وايرس په ناروغۍ اخته يو ځوان تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پېښور خېبر ټيچنګ روغتون چارواکي پخلی کوي چې د چارسدې څخه روغتون ته وړل شوي ځوان پرون د درمنلې په مهال ژوند د لاسه ورکړی دی.

د روغتون يو چارواکي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې عدنان نومې ځوان څو ورځې وړاندې روغتون ته راوړل شوی او په طبي معاینه کې يې د کانګو د وايرس يا جراثيمو پخلی شوی ؤ.

د عدنان خان تعلق د چارسدې د تنګي تحصيل ډکي کلي سره ؤ.

د عدنان خان کليوال جهانګير خان ډيوه ته ووېل چې د نوموړي د کور څنګ ته دوه څاوري د نامعلومه ناروغۍ له وجې مړه شوي وو او عدنان به هغه ځايي ته تګ راتګ کولو.

جهانګير خان وويل د ډاکټرانو لخوا ورته ويل شوي وو چې د عدنان جسد ته هم ډېر نه نزدې کيږي.

هغه زياته کړه د پېښې وروسته په ځايي خلکو کې ويره خوره شوې او د حکومت لخوا دې سيمي ته د صحت کوم ټيمونه هم نه دي راغلي چې د کانګو وايرس څخه خلک خبر کړي او يا احتياطي ګامونه واخلي.

د روانې میاشتې په سر کې په قبايلي ضلع خېبرکې دوه تنه د کانګو ناروغۍ وژلي وو.

سږ کال په کراچۍ کې هم د کانګو په ۱۱ ناروغانو کې څلور تنه مړه شوي دي.

د روغتيا د پوهانو په وېنا کانګو وايرس يا جراثيم د څارؤ نه انسانانو ته انتقاليږي.

او د دې ناروغۍ غټې نخښې سخته تېزه تبه، د سر او هډوکو دردونه او د پوزې نه وينې بهېدل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG