لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني افغان لوبغاړو ته، "تاسو د افغانستان واقعي سفيران ياست"


اشرف غني افغان لوبغاړو ته نغدي جايزې ورکړي
اشرف غني افغان لوبغاړو ته نغدي جايزې ورکړي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کرکټ بورډ پخواني مشر ته مډال او لوبغاړو ته نغدې جايزې ورکړي، او لوبغاړي يې د افغانستان د سفيرانو په نوم ياد کړي دي.

افغان ولسمشر د کرکټ بورډ پخواني مشر شکر الله عاطف ته د غازي مسجدي خان دولتي مډال او لوبغاړ ته نغدې جايزې په ايشيا کپ کې د لوبډلې د غوره لوبې کولو وروسته ورکړي دي.

د ارګ ترمخه پرون د خالي، شنبې په ورځ په چهار چنار ماڼۍ کې په راجوړه دستوره کې ولسمشر غني لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل د ټولو تبصرې دا وې چې افغان لوبغاړو د افغانانو زړونه وګټل.

"زه او ټول افغانان پر تاسو ویاړو، له هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي او هندیانو هم وویل چې د هند او افغانستان دوستي دایمي ده".

نوموړي غني لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، "تاسو واقعي نظم او ډسپلین لرئ اتفاق او ټیمي کار مو هم بېساری دی، ځکه په دقت لوبه او کار کوئ. ستاسو په اخلاقو ویاړم او تاسې د افغانستان واقعي سفیران یاست".

راجوړې دستورې ته په وېنا کې د کرکټ د ملي لوبډلې مشر اصغر افغان کرکټ او لوبغاړو ته د ولسمشر د همېشنۍ پاملرنې او د دغې ادارې د مسوولینو څخه مننه وکړه او وې ویل، ستاسو د پاملرنې له برکته لوبغاړو داسې لوبه وکړه، چې د هیوادوالو تر څنګ یې د نړیوالو پام هم ور واړاوه.

په وروستيو کې د ايشيا کپ په سياليو کې د افغانستان لوبډلې د کرکټ د يادو لوبډلو هند او پاکستان سره سختې سيالۍ کړي، هند سره يې لوبه مساوي کړې او پاکستان ترې په اخري اوور کې د سختې مقابلې وروسته سيالي ګټلي وه.

په ايشيا کپ کې د افغان لوبغاړو لوبه په نړيوال کچ یادو لوبغاړو ستايلې او د افغانستان پرضد د نورو لوبډلو لوبېدلو لوبغاړو هم د ايشيا کپ غوره لوبډله ياده کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG