لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په چترال کې يو پرايمري سکول په بمونو الوځول شوی


د خېبرپښتونخوا په شمالي ضلع چترال کې د افغانستان سره پولې ته نزدې د هلکانو يو پرايمري يا د ابتدايي زده کړو سکول په بمي چاؤدنه الوځول شوی دی.

د چترال پوليس د وي او ای ډیوه خبريال رياض حسېن سره په خبرو کې پخلی کړی چې نن د اتوار، يکشنبې په سهار د چترال په لرې پرته اروند علاقه کې دا پېښه رامنځته شوې ده.

پوليس ويلي سهار وختي په علاقه کې جوړ د هلکانو يواځيني پرايمري سکول کې بمي چاؤدنه شوې او درې کمرې سکول یې په بشپړ ډول تباه کړی دی.

چارواکو ويلي په چاؤدنه کې یواځې سکول تباه شوی کوم ځاني زيان پکې نه دی اوختی.

ځايي ميډيا د چترال د پوليس مشر (ډي پي او) فرقان بلال له قوله ويلي علاقې ته د پولیس په رسېدو هلته د سړک په غاړه يو بل بم هم چاؤدلی خو پوليس ترې بچ شوي دي.

نوموړي ويلي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي او زياته کړې يې ده په سمدستي ډول نه شي ويلي چې د بريد په شا به د چا لاس وي.

د تېرې مياشتې اګست په لومړي سر کې د ګلګت بلتستان په ديامير ضلع کې ۱۳ سکولونه هم په اور سوځول شوي چې زياتره يې د جينکو وو.

XS
SM
MD
LG