لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان "خله په خله خبرې" په سوشل ميډيا


د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د سکول او د کالج جينکو سره په خبرو کې وايي "چې ستاسو د لارې څنګه خله په خله خبرې کيږي دا به ستاسو سره شريکوي" د نوموړي په دغو خبرو د پرون راهسې په سوشل ميډيا ټوقې روانې دي.

ښايي شاه فرمان په خپلو خبرو کې مخ په مخ يا مخامخ خبرو ته "ماؤت ټو ماټ، خله په خله خبرې" په خله خبرې وايي.

نوموړي بيا د خپلو کړو خبرو سپيناوی په يو ټویټ کې کړی او وايي،

" د (ماؤت ټو ماؤټ) يا خله په خله خبرو مطلب دا دی چې د خپلوانو يا دوستانو د لارې کره مالومات په خلکو کې خواره کړې".

خو د نوموړي په دغو خبرو پسې په سوشل میډيا ټوقې روانې دي چې شاه فرمان انګريزي جوړه کړې ده.

سلمٰی جعفر په ټويټر ليکلي،

"ګورنر خېبرپښتونخوا نوې انګريزي جوړئ، ځه خېر دی خو نوي شو".

عمر ار قرېشي په ټویټر د شاه فرمان د خبرو ويډيو خپره کړې او ورسره یې ليکلي،

"که څوک ښاغلي ګورنر ته اووايي چې د ماؤت ټو ماؤت مطلب څه دی".

ځينې کسانو بيا په سوشل ميډيا د ټوقو عکسونه خپاره کړي او ورته یې ليکلي چې د خله په خله خبرو مطلب په دې ډول کېدی شي.

دلشاد رضي رضي د شاه فرمان د عکس سره ليکلي (ماؤت ټو ماؤټ) او بل سره یې ليکلی (ائي ټو ائي).

وصال يوسفزي يو عکس خپور کړی او ورته يې ليکلی،

"د خېبرپښتونخوا د ګورنر شاه فرمان نوې نظريه، ماؤت ټو ماؤت کميونيکېشن تهيوري".

پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا د ګورنر ماڼۍ د سکول او کالج د زده کوونکو جینکو دپاره پرانستل شوې او په دغه مهال ښاغلي ګورنر دولتي ميډیا سره په خبرو کې د خله په خله خبرو ويلي دي.

شاه فرمان په دوېم ځل د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړی منتخب شوی او په تېر حکومت کې په دوه وزارتونو هم پاتې شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG