لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندي پوځ د پاکستاني کشمير د وزیراعظم په هيلي کاپټر ډزې کړي


د پاکستاني کشمير د وزیراعظم راجه فاروق حېدر په هيلي کاپټر د لاين اف کنټرول سره هندي پوځ ډزې کړي خو په ډزو کې نوموړی او هيلي کاپټر بچ پاتې شوي دي.

راجه فاروق حېدر د پاکستان رسنيو سره په خبرو کې ويلي هغه په شخصي هيلي کاپټر کې کهوټه علاقې ته د خپل يو وزير د ورور فاتحې له روان ؤ چې د عباس پور سره پرې د پولې د پورې غاړې هندي پوځ ډزې وکړې خو دوی پکې بچ پاتې شوي دي.

هغه ويلي هيلي کاپټر يې د پولې سره نزدې پرواز کولو او په خپلو حدودو کې روان ؤ.

خو د ځايي خلکو په وېنا د راجه فاروق حېدر هيلي کاپټر د هندي کشمير هوايي حدودو ته اوړېدلی ؤ.

ځايي خلکو ويلي دوی د عباس پور دپاسه هیلي کاپټر په پرواز ليدلی او د هغې وروستو يې د ډزو اوازونه اورېدلي دي.

هندي چارواکو او رسنيو ويلي سپين هيلي کاپټر د اتوار، يکشنبې په غرمه د هندي کشمير په حدودو کې پرواز کولو.

دوی ادعا کړې چې په پوله جوړو چيک پوستو باندې موجودو سرتېرو په وړه وسله ډزې کړي تر څو هيلي کاپټر ته خبرداری ورکړی او هغه بيرته لاړ شي.

د وزيراعظم وياند راجه وسيم وايس اف امريکا ته ويلي وزيراعظم خپل سفر پوره کړی او بيرته په خېريت سره اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د راجه فاروق حېدر په وېنا چې کله پوځي هيلي کاپټرې پولې ته نزدې پرواز کوي د دواړو غاړو پوځيان يو بل خبروي او زياته کړې يې ده چې د هغه هيلي کاپټر شخصي ؤ ځکه يې د خبر ورکولو ضرورت نه ؤ.

د پاکستان او هند ترمنځ د لانجمن کشمير په وېشونکې پوله وخت په وخت د دواړو خواؤ نه د پولې د سرغړونې ادعاوې کيږي او دواړه غاړې بیا د ادعاؤ تورونه هم ردوي.

XS
SM
MD
LG