لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: د ناټو په هوايي برید کې د داعش ۲۱  تندلاري وژل شوي، څلور پکې پنجابيان دي


د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو بې پايلټه الوتکې هوايي بريد کړی چې پکې د څلورو پنجابيانو په ګډون د داعش ډلې ۲۱ تندلاري وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، په داعش وسله والې ډلې بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنکي د برسنګانۍ سیمه کې د اتوار، یکشنبې په ورځ ناوخته ترسره شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي د هوايي بریدونو پرمهال په وژل شویو کسانو کې د قاري داود او ملنګ په نومونو د داعش ډلې دوه قومندانان او د ګاونډي هېواد د پاکستان پنجاب ایالت سره تعلق لرونکي څلور تندلاري هم شامل دي.

داعش ډلې تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خوګیانو ولسوالۍ چې د ننګرهار له مرکز جلال اباد څخه د ۳۸ کیلومټره په واټن پرته ولسوالۍ ده ،جنوب ته یې د پاکستان د کرمې علاقه او د ډیورنډ کرښه موقعیت لري، داعش ډلې فعالیتونه لاهم په کې دوام لري.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پرضد د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

له دې هوايي بریدونو سره سره په امریکا متحدو ایالتونو کې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د روسیې چارواکو د اندیښنې په څرګندونو سره ادعا کړې ده چې له سوریې څخه د داعش ډلې جنګیالي افغانستان ته انتقال شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت له سوریې څخه افغانستان ته د داعش ډلې کسانو د انتقال په تړاو د روسیې د استازي څرګندونې رد کړې او وې ویل چې هیڅ یوې ډلې ته په افغان خاوره کې د فعالیت کولو اجازه نه ور کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG