لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته به خله ماتی ځواب ورکړو، مودي


د هند وزيراعظم نريندرا مودي ويلي که پاکستان په پوله د اوربند سرغړونه کوي او د امن بربادولو او تشدد سېوا کولو په موخه د راپارولو ګامونه اخلي نو د هند پوځ به يې په سختۍ سره ځواب ورکړي.

د هند وزیراعظم د رېډيو په يو پروګرام کې د ګډون په مهال دغه خبره کړې ده.

هغه ويلي دا پرېکړه شوې ده چې که چرته د کوم اړخ نه د امن خرابولو او هند ته د تاوان اړولو هڅه وشوه نو د هند پوځ به ورته خله ماتی ځواب ورکړي.

د هند وزيراعظم دغه ګواښ په داسې حال کې کړی چې تېره مياشت د پاکستان وزيراعظم عمران خان خپل هندي سيال ته د خبرو دپاره خط لېږلی ؤ.

خو د هند لخوا دغه خط ته مثبت ځواب نه ؤ ويل شوی او عمران خان بيا د هند دغې رويې ته منفي او له تکبره ډکه ويلي ؤ.

له دغې يوه ورځ وروستو د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت ويلي ؤ، وخت راغلی دی چې د پاکستاني پوځ نه بدله واخيستل شي.

په ځواب کې د پاکستان پوځ د هندي پوځ د مشر بيان ته غېر مناسبه ويلي او زياته کړې يې وه چې د پاکستان د امن هڅې دې کمزوري ونه ګڼل شي.

درې ورځې وړاندې د پاکستان او هند د بهرنيو چارو وزيرانو د ملګرو ملتونو عمومې غونډې ته په خپلو وېناګانو کې په يو بل سخت تورونه لګولي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي د پېښور په سکول بريد او روان کال په مستونګ کې د بريد په شا د هند لاس ؤ.

هغه ويلي بلوچستان صوبه او د ملک په نورو برخو کې هند لاس وهنه کړې ده.

هغه دا هم ويلي د هند جاسوس کلبهوش يادېو يې نيولی او نيولي تن په خپله په پاکستان کې د ترهګرۍ اعتراف کړی دی.

او د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج بيا ويلي، پاکستان په کشميرکې د تندلارو وسله والو مرستې کوي.

هغې په خپله وېنا کې د ترهګرې ډلې القاعده د مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د موجودګۍ يادګېرنه کړې او ويلي يې دي د ممبۍ په بريدونو تورن حافظ سعيد په دغه هېواد کې په ازاده ګرځي.

پاکستان او هند د اوږدې مودې نه په يو بل د پولې د سرغړونې تورونه لګوي او دواړه يې رد هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG