لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اوس نیستمن خلک څنګه شپه په شپه ارب پتیان شي؟


په پاکستان کې اوس نیستمن خلک له ځانه هم خبر نه وي اؤ په مینځ کې ارب پټي یا کروړ پتي وخیژي،

په نزدې وختونو کې د دوؤ غریبو پاکستانیانو له بانکي اکاونټونو څخه اربونه اؤ کروړونه روپۍ وتلي خو دغه دواړه کسان وایي چې هیڅ خبر نه دي چې اکاونټونو ته یې پیسې له کومې راغلي دي.

تیره اوونۍ په مطبوعاتو کې داسې خبرونه مخې ته راغلل چې دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای ته معلومه شوې وه چې دیو بې وزله تن له بانکې اکاونټ نه دوه اربه اؤ ۲۵ کروړه روپۍ وتلي دي.

دغه تن چې عبدالقادر نومیږي دلاس په ریړه فالوده یا شیریخ خرڅوي اؤ وایي دهغه په کور کې د رزق پیسې نشته نو نه پوهیږي چې اربونه روپۍ یې اکاونټ ته څنګه راغلې ؟

عبدالقادر په لیک لوست نه پوهیږي اؤ حتی خپل لاسلیک هم په اردو ژبه نه شي کولی خو اوس هغه د پاکستان دپلټنو ادارې را ایسار کړی اؤ پوښتنې ترې کوي چې په اکاونټ کې یې پیسې دکومو غرضونو دپاره راغلي دي.

د دولتي بانک سرچینو ویلي د عبدالقادر نومې دغه تن اکاونټ ته پیسې یوې کاروباري ډلې اچولي اؤ په پاکستان کې اکثره ستر،ستر کاروباري ګروپونه د ټېکسونو نه دځان بچ کولو په خاطر د عامو خلکو په نوم کاروباري اکاونټونه پرانزي.

خو عبدالقادر بیا وایي چې هغه دغه بانکي اکاونټ دکور اخستلو په غرض خلاص کړی ؤ .

دکراچۍ دعبدالقادر کیسه لا په مطبوعاتو کې توده وه چې تیره ورځ دپنجاب د جهنګ سیمې د یو بې روزګاره زلمي په اکاونټ کې هم ۱۷ کروړه اؤ ۳۰ لکه روپۍ را وختلې.

د اسدعلي په نوم دغه تعلیم یافته زلمی ایف ایي ای د جهنګ نه خپله ولکه کې اخستی اؤ د پلټنو دپاره یې کراچۍ ته روان کړی دی.

داسدعلي رور خبریالانو ته ویلي چې اسد خپلې زده کړې په سکالر شپ یا وظیفه سرته رسولي، هیڅ روزګار نه لري اؤ معلومه نه ده چې دهغه اکاونټ ته دغه پیسې چا اچولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG