لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:ځانمرګۍ بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


دافغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې په راتلونکو انتخاباتو کې ولسي جرګې ته دیوتن نوماند ناصر مهمند دټاکنیزې مبارزې په جوړې شوې غونډې ځانمرګي برید شوی.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکوویلي دا پیښه نن دسه شنبې په ورځ یوه نیمه بجه دکامې ولسوالۍ اړوند دسنګرسرای په نامه سیمه کې ولسي جرګې ته دیوتن نوماند په جوړه شوې غونډه کې رامنځته شوې ده.

د عامې روغتیا رئیس، نجیب الله کامه وال امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ویلي چې تراوسه د پېښې د ځایې نه د۱۴ تنو مړي روغتون ته راوړل شوي دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي هم په سمدستي ډول دغه ځانمرګي برید کې د ۱۴ کسانو د وژنې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي خواوشا ۲۵ نور ټپیان هم دي.

د عامی روغتیا سرچینې وایي په ژوبلو کې هم د ځینو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې احتمال دی.

په سمدستې توګه لا ددې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

ددې پېښې نور جذئیات لا مخې ته نه دي راغلي ،د حالاتو په روښانه کیدلو به درنه زر نوي معلومات درکړو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG