لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دپاکستان لخوا راتپل شوی نااعلانه جنګ ودرؤل غواړو


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي مونږ دپاکستان څخه د نااعلان شوي جنګ ودرول او د خپلواک هېواد په توګه د باثباته افغانستان زغمل غواړو، ځکه چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

دیکشنبې په ماښام دکابل صدارتي ماڼۍ کې د پکتیا ځوانانو، مدني او ټولنیزو فعالانو سره خبرو کې ولسمشر ویلي له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده،

هغه دپاکستان په یادډلو سره وویل مونږ له دوی پرته هم هند ته رسېدلی شو، خو دوی له افغانستان پرته منځنۍ اسیا ته نشي رسېدلی

هغه زیاته کړه موږ د سولې په نعمت او ارزښت پوهېږو، خو د سولې د قېمت په اړه باید ملي اجماع ته ورسېږو او په دې برخه کې د ولس ټولو اندېښنو ته اساسي ځواب ووایو

اشرف غني وویل دسولې په لړ کې نړیواله، سیمه ییزه او د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځته شوې او د سولې په برخه کې ځکه مونږ د چا اجازې ته اړتیا نه لرو چې دا د ولس اساسي غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب دی.

په دې وروستیو کې افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي دي خو ورسره په ګاونډي هیواد پاکستان هم تورونه لګوی چې طالبان افغانستان کې ترهګرۍ ته لمسوي اؤ نه غواړي چې په دغه هیواد کې سوله اؤ ارامي ټینګه شي.

پاکستان د افغان چارواکو تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې سوله اؤ ارامي تر ټولو زیاته دپاکستان په ګټه ده خو امریکا بیا وایي چې پاکستان پخپله خاورو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي اؤ په دې وروستیو کې یې خپلې ټولې پوځي مرستې هم په پاکستان تړلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG