لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:دتروریستي بریدونو دلارې دښمنان دټولټاکنو مخه نیول غواړي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي افغانان غواړي چې دښه پرمختګ دپاره خپل استازي دقانوني اؤ جمهوري لارې وټاکي خو د ولسواکۍ دښمنان او د هغوی بهرني ملاتړي د ولس له دغې بیدارۍ څخه وېره لري اؤ د تروریستي بریدونو له لارې د دغه بهیرمخه نیول غواړي.

ولسمشر د سه شنبې په ورځ ننګرهار کې د ولسي جرګې د ټاکنیز کمپاین په غونډه د تروریستي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ویلي یې دي تررویستان او د هغوی پلویان په دغسې وحشیانه بریدونو سره بې له دې چې د ځان په اړه د خلکوکرکه زیاته کړي، په روښانه راتلونکي او ولسواکیز بهیر زمونږ د خلکو باور نشي کمولی

دننګرهار په کامه ولسوالۍ کې پرون د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماند ناصر مهمند په انتخابي کمپائن یو ځانمرګي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي اؤ شاوخوا۴۵ نور ژوبل شوي وؤ.

ولسمشر پخپل یو بیان کې دا تروریستي برید یو وحشیانه عمل بللی اؤ په پېښه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټاکنیزو غونډو د امنیت د ښه تامین د لارښوونې ترڅنګ له خلکوهیله وکړه چې امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ له لارې د دښمن دا ډول دسیسې شنډې کړي.

افغانستان کې راتلونکو ټولټاکنو ته یوازې دوه اوونۍ پاتې شوي دي خو د ټولټاکنو نه وړاندې په دغه هیواد کې د بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ تر دې مهاله په دغو تروریستي پېښو کې په لسګونو بېګناه خلک وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني مخالفو طالبانو ته وړاندیز کړی ؤ چې که هغوئ د سولې خبرو ته کښیني نو دولت اماده دی چې ټولټاکنو کې د برخې دموقعې ورکولو تر څنګ نور امتیازات هم ورکړي خو طالبانو داشرف غني دا وړاندیز رد کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ یوازې په هغه صورت کې دسولې خبرې کولی شي چې بهرني ځواکونه له افغانستان اوځي.

افغانستان کې دناټو ځواکونو قوماندان جنرال مېلر تیره ورځ ویلي وؤ چې طالبان دې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتلو ته نه په تمه کیږي بلکې دوئ دپاره ښه لاره داده چې دولت سره دسولې خبرو ته کښیني

XS
SM
MD
LG