پاکستان افغانستان کې د ټول ټاکنو په کمپائن د تیرې ورځې شوی برید غندلی اؤ ویلي یې دي چې داسې د بزدلۍ په ګامونو هیڅوک افغان ولس دخپلو استازو د ټاکنې څخه نه شي منعې کولی .
تیره ورځ دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ناصر مهمند نومې کاندید په ټاکنیز کمپائن یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي اؤ ۴۰ نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.
دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي محمد فیصل پخپل یو بیان کې ددې برید غندنه کړې اؤ افغانستان ته یې باور ورکړی چې پاکستان په دې سختو شېبو کې دافغان دولت اؤ ولس تر شا ولاړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دافغانستان ولسمشر اشرف غني په اسلام اباد تورونه لګولي وؤ چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه تپلې اؤ افغان دولت دا جګړه ختمول غواړي.
دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي پاکستان به افغانستان کې د دائمي امن اؤ ثبات دپاره د افغان دولت اؤ ولس ملاتړ دوامداره ساتي .
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم تیره ورځ دخپل امریکایي سیال مائیک پمپیو سره لیدنه کې هوډ څرګند کړی ؤ چې پاکستان به افغانستان کې دسولې په اړوند خپله بشپړ مرسته کوي.
خو تیره اوونۍ دافغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د فاکس نیوز سره یوه مرکه کې تور لګولی ؤ چې پاکستان دترهګرو دملاتړ نه لاس نه دی اخستی اؤ اوس هم د ترهګرو اصلي ځالې دپاکستان په خاوره کې دي.
ډاکټر عبدالله دا هم ویلي وؤ چې په پاکستان کې ترهګرو ته روزنه ورکول کیږي، هم له دغه ځایه افغانستان کې د ورانکارۍ بریدونه پلان کیږي اؤ باید نړیواله ټولنه دسیمې دامن اؤ ثبات دپاره په پاکستان خپل فشارونه سیوا کړي.
خو پاکستان بیا دافغان دولت لخوا لګول کیدونکي داسې ټول تورونه ردوي اؤ دعوه کوي چې افغانستان کې سوله اؤ ثبات غواړي.
امریکا هم افغانستان کې د لاس وهنې په معامله دپاکستان څخه مروره ده اؤ په پاکستان یې خپلې ټولې پوځي مرستې تړلې دي خو دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان بیا واکمنۍ ته له رسیدلو وروسته ژمنه کړې چې دهغه حکومت به دافغان کشالې په سیاسي هواري کې مرسته کوي.