پنجاب صوبه کې د يو پوليس افسر د تبادلې په اړوند پلټنيز رپوټ کې ويل شوي چې د پوليس افسر په تبادله کې سياسي اثر کارول شوی دی، پنجاب کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دی.
د اګست په میاشت کې د پاک پتن پوليس مشر (ډي پي او) رضوان ګوندل د خپله ځایه بدل کړی شوی او ويل شوي هغه د وزیراعظم عمران خان د مېرمن بشري بي بي د پخواني مېړه د بچو سره نا سمه رويه کړې وه.
پنجاب کې صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دی او د ياد ګوند مشر او وزيراعظم عمران خان وايي په خېبرپښتونخوا کې يې پوليس د سياسي اثر څخه اثر ازاد کړي او په نور هېواد کې به هم پوليس غېر سیاسي کوي.
په پاک پتن کې د پوليس افسر د تبادلې وروستو په ټولنيز رسنيو بحث تود شوی چې د بشری بي بي د پخواني مېړه د ګاډي ودرولو په سر رضوان ګوندل بدل کړی شوی دی.
د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار بيا په خپله د پېښې خبر (از خود نوټس) اخيستی او رپوټ يې غوښتی ؤ.
د ترهګرۍ پرضد قامي ادارې (نېکټا) مشر مهر خالق داد د پېښې په اړوند رپوټ تيار کړی او سترې محکمې ته يې وړاندې کړی دی.
په رپوټ کې ويل شوي د پاک پتن پوليس مشر د سياسي فشار له امله د خپلې چوکۍ څخه بدل کړی شوی ؤ.
ویل شوي د وزيراعلی د ماڼۍ نه د پوليس مشر د تبادلې او ځای پرېښودو دپاره ټيليفون شوی ؤ.
د سترې محکمې په امر د پنجاب اعلی وزير احمد بزدار عدالت ته حاضر شوی او غېر مشروطه بخښنه يې هم غوښتې وه.
خو سترې محکمې نن شورو، چهارشنبې په ورځ د قضيې په اورېدنه کې د وزيراعلی او د صوبې د پوليس پخواني مشر کليم امام نه په درېو ورځو کې ځواب غوښتی دی.