لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: د سعودي باچا به د امريکې د ملاتړ پرته دوه اوونۍ پاتې نه شي


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د سعودی عرب باچا ته يې ويلي چې د امريکا د پوځي ملاتړ پرته به دوه اوونۍ په باچاهۍ پاتې نه شي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه صدر ټرمپ د تېلو د بيعو کمولو په لړ کې د فشار سېوا کولو دپاره دا بيان ورکړی دی.

ټرمپ پرله پسې د سعودي عرب او تېلو صادرؤنکو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د تېلو بيعې راکمې کړي.

ښاغلي ټرمپ د نهې، سه شنبې په ماښام په خپل پوځي اتحادي سعودي عرب باندې نيوکې کړي او ويلي يې دي د امریکا د پوځ ملاتړ پرته به د السعود باچاهي کښېني.

نوموړي یوې دستورې ته په وېنا کې ويلي، " مونږ د سعودي عرب ساتنه او پوښتنه يې کړې ولې هغه شتمن دی ځکه؟ زه د کينګ سلمان سره مینه لرم خو ما هغه ته ويلي چې مونږ ستاسو ساتنه کوو، ښايي تاسو زمونږ پرته دوه اوونۍ پاتې نه شئ. بايد تاسو خپل پوځ ته پېسې ورکړئ".

د صدر ټرمپ د سعودي عرب په اړوند بيان ته په سوشل ميډيا په پاکستان کې غبرګون ويل شوی دی.

انجم کياني نومې تن په ټويټر ليکلي،

"ټرمپ سعودي عرب ته وروسته د هغې ګواښ کړی چې سعودي عرب د پاکستان سره اقتصادي خبرې کړی کوم چې د دې هېواد او سي پېک په ګټه وې".

خبريال مرتضی سولنګي په ټويټر ويلي، " ټرمپ سعودي عرب ته ګواښ کړی" او نوموړي د امریکا د صدر هغه خبره راخيستې چې باچا سلمان ته يې ویلي د امريکا پرته به دوه اوونۍ پاتې نه شې.

بل پاکستاني خبريال مبشر زېدي په ټویټر ليکلي، د مسلمانانو واکمنو حقيقت وګورئ.

صدر ټرمپ په خپله وېنا کې دا نه دي ويلي چې کله يې د سعودي عرب باچا ته دغه خبره کړې ده خو د سعودي عرب دولتي خبري ادارې د خالي په ورځ ويلي، صدر ټرمپ د باچا سلمان سره د تېلو او نړيوال اقتصاد په سر په ټیليفون خبرې کړې وې.

سعودي عرب په سمدستي ډول د صدر ټرمپ تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ويلی.

ټرمپ د امريکا د صدر جوړېدو وروسته خپل لومړی سفر د سعودی عرب کړی او هغه ته په سعودي عرب کې تود هرکلی ويل شوی ؤ.

صدر ټرمپ د جولایۍ په میاشت کې ټويټ کړی ؤ چې سعودي عرب د تېلو پېداوار سېوا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG