لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شکيل افريدی د ساهېوال په زندان کې ځورول کيږي، وکيل


ډاکټر شکيل
ډاکټر شکيل

د ډاکټر شکيل افريدي وکيل تور لګولی چې افريدي د پنجاب صوبې په ساهېوال زندان کې ځورول کیږي. هغه وايي د افريدي د قضيې اورېدنه بيا وځنډول شوه او د بلې اورېدنې دپاره د دسمبر څلورمه نېټه وټاکل شوه.

د نوموړي وکيل قمرنديمر وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د شکيل افريدي قضيه په فاټا ټربيونل عدالت کې ده او دغه عدالت غېر فعاله دی.

هغه وويل دا ۴۰ یا ۴۱ اورېدنه ده چې هيڅ پرمختګ پکې نه کیږي او نه دا قضيه د پېښور هايکورټ ته منتقل کول کیږي.

نوموړي زياته کړه د افريدي په قضيه کې اورېدنې هم نه کيږي او تور يې ولګوؤ چې هغه د پنجاب ساهېوال زندان ته منتقل کړی شوی او هلته ځورول کيږي.

هغه وويل د افريدي ښځه، ماشومان او ورور د هغه سره لیدو له ورغلي او هغوي ورته ويلي چې په شکيل افريدی په زندان کې ځورول کیږي.

قمرنديم وويل ساهېوال ته تلی ؤ خو هغه ته د شکيل افريدي سره د ليدو اجازه نه ده ورکړی شوې.

پاکستاني ژورنالسټ طلعت حسېن په ټویټر ویلي،

"په اېبټ اباد کې د اسامه په برید مشهور ډاکټر شکيل افريدی. ايا د پاکستان رياست د هغه په اړوند د امريکا سره پټې خبرې کوي؟ ايا په دې اړوند به قوم څوک خبر کړي؟".

طلعت حسېن د خپل ټویټ سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت وياندې هېدر نويريټ نه د خبري احوال په مهال شوې پوښتنه شريکه کړې ده.

د نويرټ نه د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره د ډاکټر شکيل په سر د خبرو په اړوند پوښتنه شوې خو هغې ويلي چې په دې حواله لا کره مالومات نه لری.

په ډاکټر شکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي ايي ای) مرسته کړې وه.

خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبر کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړې شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG