لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره سولې دپاره زلمی خلیلزاد دکابل اؤ اسلام اباد سفر کوي


افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دهڅو عملي کولو په موخه نن دکابل اؤ اسلام اباد په ګډون د څلور هیوادونو په سفر روانیږي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي زلمی خلیلزاد به پخپل دغه لس ورځني سفر کې دپاکستان اؤ افغانستان برڅېره د سعودي عرب، قطر اؤ متحده عرب اماراتو له چارواکو سره هم لیدنې کوي.

امریکا وایي د زلمي خلیلزاد ددغه سفر موخه دافغان سولې په اړوند د امریکا هڅې منظم کول دي ترڅو طالبان افغان دولت سره دسولې خبرو ته اماده شي.

امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل خپل استازی ټاکلی اؤ‌ هیله یې ښکاره کړې ده چې هغه په افغانستان کې پیدا شوی، دافغانستان په وضعیت ښه پوهه لري ځکه نو په دې کې به بریالی شي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته چمتو کړي.

افغان زلمي خليل زاد له دې وړاندې د ٢٠٠٣څخه تر ٢٠٠٥پورې په افغانستان ، له ٢٠٠٥څخه تر ٢٠٠٧پورې په عراق او له ٢٠٠٧څخه تر ٢٠٠٩پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده.

فغانستان دپاره دامریکايي مشاور په توګه د خلیل زاد ټاکنه په داسې وخت کې شوې چې امریکا د افغان دولت اؤ مخالفو وسله والو ترمینځ د روغې جوړې هڅې چټک کړي اؤ‌ په دې لړ کې یې پاکستان دسختو فشارونو لاندې نیولی دی.

تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي په واشنګټن کې یو سیمینار ته پخپله وینا کې ویلي وؤ پاکستان به هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي خو هغه دا خبره هم واضحه کړې وه چې پاکستان اوس په طالبانو زیات نفوذ نه لري.

خو په اسلام اباد کې دامریکا پخواني سفیر رچرډ‌ اولسن بیا امریکا غږ ته ویلي چې که پاکستان دخپلو ټولو وسیلو اؤ نفوذ څخه استفاده وکړي نو دافغان قضیې سیاسي هواري دپاره طالبان دخبرو میز ته راوستلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG