لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طارق جمیل سره دشهزاد محمدي لیدنې ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودل شوی


دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې وتلو لوبغاړو د شهزاد محمدي په مشرۍ دمتحده عرب اماراتو په دوبۍ کې دپاکستان د یو وتلي ملا طارق جمیل سره لیدنه کړې چې په دغه لیدنه دافغانستان خلکو په ځانګړي ډول دکرکټ مینه والو په شهزاد محمدي کلکې نیوکې کړي.

په ټولنیزو رسنیو د مولانا طارق جمیل اؤ دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې دلوبغاړو ترمینځ خپره شوې ویډيو کې لیدل کیږي چې شهزاد محمدي مولانا طارق جمیل سره په اردو ژبه خبرې کوي اؤ دهغه څخه دعا غواړي.

په دغه ویډیو کې مولانا طارق جمیل افغان لوبغاړو ته و نمونځ اودس طریقه هم ښایي.

ددې ویډيو په سوشل میډیا مخې ته له راتلو وروسته د افغانستان دکرکټ مینه وال شهزاد محمدي اؤ نورو لوبغاړو ته سخت په قهر شوي اؤ د هغوئ څخه سپیناوی غواړي چې ولې یې دطارق جمیل سره لیدنه کړې؟

خو یو شمیر خلک بیا داسې هم دي چې په دغه لیدنه نیوکې بې ځایه ګڼي اؤ وایي چې هر عمل ته باید دسیاست په نظر ونه کتل شي.

مولانا طارق جمیل دپاکستان دپنجاب ایالت سره تعلق لرونکی یو مشهور ملا دی چې دپاکستان دننه اؤ بهر دیني تبلیغ کوي اؤ دپاکستان زیاتره سندرغاړي،فلمي ستوري،دکرکټ لوبغاړي اؤ نور شخصیات ورسره وخت په وخت لیدنې هم کوي.

تر اوسه زیات شمیر هنرمندان اؤ ورزشکاران دهغه په وینا دفن،هنر اؤ ورزش نه لاس پسر شوي اؤ ددیني تبلیغ لاره یې خپله کړې ده.

د ابوبکر علیزئ په نوم دټولنیزې شبکې فیس بک یو فعال دافغان لوبغاړو اؤ طارق جمیل په لیدنه ناخوښي ښکاره کړې اؤ تور یې لګولی چې طارق جمیل څه موده وړاندې په پښتنو ریشخند وهلی.

هغه غوښتنه کړې چې طارق جمیل سره ملاقات کوونکي لوبغاړي باید مجازات شي.

خو دشفیع اعظم په نوم تن بیا په فیس بک لیکلي چې مولانا طارق جمیل دتبلیغي ډلې یو وتلی مشر دی اؤ هغه سره دهندي فلمونو وتلی ستوری عامر خان اؤ نور لوبغاړي هم لیدنې کوي.

هغه وایي چې هر څه ته دسیاست په نظر کتل کیږي بیا ترې داسې مسخره ،تحلیل اؤ باور رامینځته کیږي.

قدیر مرزا لکڼوال په ټوئټر لیکلي چې شهزاد محمدي اؤ دملي ټیم نور لوبغاړي باید سپیناوی وکړي چې مولانا طارق جمیل سره یې لیدنه دکومې اړتیا له مخې کړې ده؟

نور الله احمدزي هم په ټوئټر په دغه لیدنه نیوکې کړي اؤ وایي شهزاد محمدي ته یې ویلي هغه باید اوس خپل ادرس پیدا کړي ،نور داسې نه کیږي چې یا په تورخم مندې ور وهې یا اسلام اباد ته ورخوشې یې اؤ یا طارق جمیل ته دوبۍ کې نور لوبغاړي هم ور ولې

خو پخپله شهزاد محمدي یا دافغان کرکټ لوبډلې تر دې دمه مولانا طارق جمیل سره دخپلې لیدنې په اړوند دخلکو نیوکو یا پوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دافغانستان کرکټ بورډ لخوا هم په دغه لیدنه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی

XS
SM
MD
LG