دپاکستان په سینیټ کې د بشري حقونو دقائمه کمیټې مشر سینیټر مصطفی کهوکهر ویلي “مونږ نړیوالو فورمونو ته په تګ دروغ وایو چې دپاکستان حکومت د لږکیو دحقونو خوندي کولو دپاره هڅې کوي”
هغه وایي د ګوجره سیمې په پېښه کې اته مسیحیان وژل شوي اؤ دجوزف کالونۍ پېښه کې د سوؤنو مسیحیانو کورونه سوځول شوي وؤ خو په دغو پېښو دڅو کلونو تېریدو باوجود تر اوسه دانصاف تقاضې سرته نه دي رسول شوي.
دسیینټ دبشري حقونو کمیټې دتعلیمي نصاب څخه د لږکیو په ضد دکرکې د ډکو سبقونو د ویستلو وړاندیز هم کړی دی.
دکمیټې دغونډې پرمهال دکمیټې مشر سنیټیر مصطفی کهوکهر وویل پاکستان پرله پسې د لږکیو دحقونو په خوندیتوب کې د ماتې سره مخ دی.
هغه وویل د ګوجره پېښه کې د اتوؤ مسیحیانو د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي وؤ چې هغوئ کې هم یو تن له زندانه خوشې کړل شوی اؤ ۲۶ نور تورن کسان هډو نیول شوي نه دي.
باید وویل شي په کال ۲۰۰۹م کې د پنجاب په ګوجره ښار کې دمسیححي وګړو په ضد قهرژنو مظاهرو کې اته مسیحیان وژل شوي وؤ.
همدغه راز دپنجاب جوزف کالونۍ کې هم د مذهب د سپکاوي په تور قهرژنو خلکو د سوؤنو مسیحیانو کورونه سوځولي وؤ.
سینیټر کهوکهر وویل حکومت دعوې کوي چې دغو پېښو کې ککړ کسان یې نیولي اؤ مجازات شوي خو په حقیقت کې هیڅ هم نه دي شوي.
هغه وویل” زمونږ عدالتي اؤ دپولیسو نظام داسې پوښتنې راولاړوي چې مونږ سره پکې له شرمیدو پرته هیڅ لاس کې نشته”
په پاکستان کې سیاسي فعالین اؤ څیړونکي وایي چې ددغه هیواد دننه د لږکیو یا اقلیتونو دحقونو لمن ورځ تر بلې رالنډیږي اؤ د ائیني تحفظ اؤ په نړیوال دستور دپاکستان دلاسلیک باوجود لږکي د ریاست اؤ ټولنې لخوا نه زغمل کیږي.
دپاکستان د انساني حقونو وزیرې ډاکټرې شیریں مزاري تیره میاشت دلږکیو د استازو یوې ډلې سره په لیدنه کې ویلي وؤ چې نوی حکومت به داقلیتونو داساسي حقونو دتحفظ دپاره کوټلي ګامونه اخلي اؤ هغوئ ته دپاکستان ائین د هیواد د نورو وګړو په څیر ټول حقونه ورکړي دي.
خو په هم دې حکومت کې بلخوا تیره میاشت دپاکستان داقتصادي مشورو د کونسل نه یو غړی میا عاطف وروسته له هغې ویستل شوی چې په ټولنیزو رسنیو هغه ته “احمدي” وویل شو اؤ په حکومت د هغه د ویستلو دپاره فشارونه راوړل شول.
د میا عاطف په ویستل کیدلو ددغه کونسل یو بل مهم غړي عمران رسول هم دکونسل دغړیتوب نه احتجاجاً استعفا ورکړې وه اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې " د مذهب په اساس فېصلې د اقدارو پرضد دي، زه خپلو بچو ته د اقدارو د تعليم ورکولو هڅه کوم"