لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایم ایف وایي پاکستان دې له اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره د روپۍ بیه کمه کړي


واشنګټن ـــ پاکستاني مطبوعات وایي دې هېواد ته د پانګې د نړیوالې ادارې یا ای ایم ایف ورغلي پلاوي حکومت ته وړاندیز کړی چې د روپۍ بیه په روان مالي کال کې د ډالر په مقابله کې نوره هم را کمه کړي او په قرضو د سود کچه زیاته کړي.

رپوټونه وایي د پانګې نړیوالې ادارې په پاکستان کې د ټیکسونو او مالیې پر روان حالت بې اطمیناني څرګنده کړې او حکومت ته یې وړاندیز کړی چې د ګېس او بجلۍ په برخه کې ټیکسونه زیات کړي او له دې لارې د خپل اقتصادي بحران د زیاتېدو مخه ونیسي.

د ډالرو په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ اوسنۍ بیه د یوه ډالر په بدل کې ۱۲۴ روپۍ ده، چې د تېرو کلونو په پرتله یې ارزښت زیات کم شوی دی، خو آی ایم ایف له پاکستانه غوښتي چې د روان مالي کال د خسارې د کمولو لپاره د روپۍ ارزښت ۱۵ فیصده نور هم کم کړي.

په دې اړه نه ای ایم ایف او نه هم حکومت کوم رسمي بیان ورکړی دی، خو د هرلډ فنګر په مشرۍ د ای ایم ایف د پلاوي د اووه ورځني سفر او له پاکستاني چارواکو سره د لیدو کتو نن وروستۍ ورځ ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د پاکستانۍ روپۍ لوېدلي حالت ته په پام سره به د روپۍ د بیې نور ټیټول د تحریک انصاف د اوسني حکومت لپاره ګران کار وي، ځکه چې ولس به دغه ګام خوښ نه کړي او وایي کېدای شي په سیاسي توګه د اپوزیشن له نیوکو سره مخ شي.

آی ایم ایف په داسې وخت کې پاکستان له خپل اقتصادي بحرانه د وتلو وړاندیزونه کړي، چې پاکستان په وروستیو کې له خپلو دوستو هېوادونو سعودي عرب او چین څخه په دې مقصد د پیسو غوښتنه کړې وه، چې د پانګې نړیوالې ادارې ته د پیسو لپاره اړ نه شي.

رپوټونه وایي د آی ایم ایف پلاوي د پاکستان د ماليې وزارت له چارواکو سره په خبرو کې داسې محسوسه کړې، چې وایي حکومت ډېر ډاډمن ښکارېده او د خپلو سترو اقتصادي بحرانونو د حل لپاره ډېر لېواله نه ښکارېدل، چې وایي دا یې اقتصادي بقا ته یو لوی خطر دی.

د پانګې نړیوالې ادارې اندازه لګولې چې د پاکستان حکومت له اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره ګړندي ګامونه پورته نه کړي، نو کېدای شي د مالي کال د بودیجې (بجټ) خساره د جي ډي پي په تناسب ۵.۵ فیصده یا ۲.۱ کربه روپۍ زیاته شي.

د پاکستان خراب اقتصادي حالت او مالي بحران ته په کتو سره د پانګې نړیوالې ادارې د دې هېواد پر مرکزي حکومت ټینګار کړی، چې د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره کوټلي او ګړندي ګامونه پورته کړي.

رپوټونه وایي پاکستان ښایي ۲۰ اربه امریکایي ډالرو ته اړتیا ولري چې خپل بهرنی پور په پرې کړي، خو په تېره جولای میاشت کې چې امریکې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې ګوندې پاکستان له آی ایم ایف څخه په اخیستونکو پیسو د چین پور ادا کوي، اوس داسې نه ښکاري چې د پانګې نړیوالې اداره به دې هېواد ته ژر نوره بودیجه ورکړي.

په پاکستان باندې د بهرنیو قرضو اندازه نیژدې تر ۹۰ اربه ډالرو پورې ښودل کېږي او په حکومتي خزانه کې له تېرو څو میاشتو راهیسې نیژدې ۱۰ اربه ډالره لري. د اقتصادي چارو کارپوهان وایي دا پیسې د هېواد د وارداتو یا درآمداتو د بیو پوره کولو او په قرضو باندې هره میاشت د سود ورکولو لپاره کافي نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG