لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور په سکول د ترهګر بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو امر وشو


د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد د پلټنو دپاره سترې محکمې د عدالتي کمېشن جوړولو امر وکړو او لار ښوونه يې وکړه چې په شپږو اوونيو کې دې کمېشن د پلټنو رپوټ جمع کړي.

د سترې محکمې د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه بنچ نن د جمعې په ورځ د پېښور هايکورټ د يو سينئر قاضي په مشرۍ د عدالتي کمېشن جوړولو امر وکړو.

سترې محکمې ته حاضر شوي وکيل اجون خان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "زمونږ د څلورو کالو مبارزې نن رنګ راوړو زمونږ د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه پورته شوه چې د دغه بريد پلټنې وشي".

اجون خان وايي دوي د اپرېل په مياشت کې چيف جسټس ته په پېښور کې دغه درخواست ورکړی ؤ، "خو نن جج صېب معافي وغوښته چې امر کول زما نه وروسته شو ځکه چې ماته فايل وروسته مېلاؤ شو.

د نوموړي وکيل خپل زوی اسفند خان چې د پېښور د سکول په بريد کې وژل شوی ؤ، هغه وايي د دوی سره د دغه بريد په اړوند ژوندي ثبوتونه دي او هغه ثبوتونه د دوی هغه ماشومان دي چې په بريد کې روغ پاتې شوي دي.

هغه وویل دوي به دا ټول ثبوتونه د کمېشن په وړاندې ږدي خو نوموړی ټينګار کوي که د عدالتي کمېشن څخه مطمئن نه شو نو دا کېس به ملګرو ملتونو ته وړي.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګر بريد شوی چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول ماشومان وو.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندو پلرونو د پېښې سمدست وروسته غوښتنه کړې وه چې د عدالتي کمېشن د لارې د يادې پېښې پلټنې وشي، زمه وار دې يې ښکاره کړی شي.

XS
SM
MD
LG