لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازشریف ورور شهباز شریف دغبن په تور ونیول شو


دپاکستان د احتساب ملي ادارې نیب د پاکو اوبو په قضیه کې دغبن په تور په قامی‌اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مشر میا شهباز شریف نیولی دی اؤ اعلان یې کړی چې سبا به یې محکمې ته وړاندې کوي.

د پخواني وزیراعظم میانوازشریف په کشر رور شهباز شریف تور دی چې کله دپنجاب صوبې وزیراعلی ؤ نو د پاکو اوبو په یوه پروژه کې یې د څلورو اربو روپو غبن کړی دی.

تر دې وړاندې وړاندې نیب دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف، دهغه لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر هم هیواد نه بهر د ناجائزه شتمنیو په تور نیولي اؤ احتساب عدالت سزا وار کړي وؤ خو داسلام اباد ایالتي محکمې هغوي په ضمانت پرېښي دي.

دخالي په ورځ نیب پخپل یو لنډ بیان کې د شهباز شریف دنیولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې سبا به ښاغلی شریف محکمې ته وړاندې کوي

په میډیا د شهباز شریف دنیولو په هکله دخبر مخې ته راتللو سره سم د مسلم لیګ نواز ډلې فعالینو په ګرد هیواد کې احتجاجونه پیل کړي اؤ سړکونو ته راوتلي دي.

شهباز شریف درې ځله دپاکستان د تر ټولو سترې صوبې پنجاب وزیراعلي هم پاتې شوی دی.

پروسکال د سترې محکمې لخوا د نوازشریف د نااهله ګرځول کیدلو نه وروسته شهباز شریف دخپل رور پځایې د مسلم لیګ نواز ډلې دمشر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړي اؤ دا مهال هغه په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو دمشر ذمه وارۍ هم پغاړه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG