لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا سېنټ د جنسي تورونو سره مخ جج برېټ کېوینا منظوري ورکړه


واشنګټن ـــ د امريکا سېنټ نن د جنسي تورونو سره مخ برېټ کېوینا د سپريم کوټ د جج د څوکۍ لپاره منظور کړی دی. په سېنټ کې د کېوینا په حق کې ۵۰ او په مخالفت کې ۴۸ ووټونه ورکړل شوي دي.

د امريکا په سېنټ کې د برېټ کېوینا لپاره کېدونکو ووټونو په وخت د سېنټ په ګېلرۍ کې ناستو خلکو د هغه په ضد نعرې وهلې چې دی ورته د سپريم کوټ د جج په حیث منظور نه دی او په اوچت غږ يې د شرم وکړئ شرم وکړئ نعرې هم وهلې چې مرستيال صدر مایک پېنس به ورته بيا بيا د غلي کېدلو امرکاوه.

د سېنټ د ودانۍ مخې ته د کېوینا مخالفو مظاهره چيانو د کانګریس له غړو سره هم بدې ردې ويلي چې پکې پوليسو په سوونو مظاهره چيان نيولي هم دي.

تر دغو ووټونو سمدستي وروسته د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ په ټويټر يو پېغام کې وليکل:

"زه د سپریم کوټ د جج په حیث د نومول شوي برېټ کېوینا په حق کې د سېنټ د فېصلې ستاینه کوم او په دغه لويه فیصله ورته مبارکي ورکوم، زه به نن ناوخته د هغه په اړه فیصله دستخط کړم او هغه به په رسمي ډول د سپريم کورټ جج جوړ شي، زه ورته ډېر لېواله يم"

څېړونکي وايي د سپريم کوټ لپاره د صدر ټرمپ له خوا د نومول شوي جج برېټ کېوینا د منظورۍ سره به په دغه ستر عدالت کې په نهو ججانو کې د ریپبلیکن ګوند پينځه ججان شي او ورته به په سپريم کوټ کې اکثريت په لاسو ورشي.


د امريکا د سپريم کوټ لپاره منتخب شوی جج ټول عمر په دغه څوکۍ ناست وي او ۵۳ کلن کېوینا به تر څو لسيزو پورې د سپريم کوټ جج وي. نوموړی د جج اېنتوني کېنډي په ځای د سپريم کوټ نهم جج جوړيږي.

په برېټ کېوینا پروفېسرې مېرمن کریسټين بلېسي فورډ تور لګولی چې په ۱۹۸۰م کال کې يې د های سکول د يوې پارټۍ په وخت له هغې سره د جنسي زياتي هڅې کړې وې. نوموړې دغه څرګندونې تېره هفته د سېنټ د عدالتي کمېټۍ په وړاندې کړې وې او د تحقيقاتو وفاقي ادارې اېف بي آی ته يې خواست کړی وو چې د دغې پېښې بې پلوه پلټنې وکړي.

برېټ کېوینا په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دغه يې د ځان په ضد بې بنياده سپکاوی بللی وو.
ایف بي آی يوه هفته د مېرمن فورډ د تورونو پلټنې هم وکړې خو د جج برېټ کېوینا په ضد ورته ثبوتونه په لاس ور نغلل.

په جج برېټ کېوینا يوې بلې ښځې مېرمن ډېبورا رامرېز هم جنسي تورونه لګولي وو، هغې ويلي وو چې برېټ کېوینا ورباندې په يېل يونيورسټۍ کې جنسي تېری کړی وو.

د سېنټ له خوا د جج په توګه د منظورۍ وروسته مېرمن ډېبوره په يو بيان کې سخت غبرګون ښودلی او ويلي یې دي:

"نن چې ما په سېنټ کې د برېټ کېوینا په حق کې د سېنېټرانو غبرګون وليد، نو ماته هغه د يېل يونيورسټۍ کمره راياده شوه، چې پکې ناستو خلکو بل خوا مخونه اړولي وو او خندل يې، خو نن د کالج نشه شوي هلکان نه بلکې د امريکا سېنېټران وو چې ښه په قصد يې د هغه په رويه سترګې پټې کړې، هم دغسې هغه خلک غلي پاتې شي چې د چا سره زياتی وشي".

په امريکا کې په ولسي کچه هم اکثره خلک د سېنټ په دغه فېصله په قهر دي، خو صدر ټرمپ وايي د سېنټ فېصله د ستاینې وړ ده او برېټ کېوینا به د امريکا د سپريم کورټ يو عظيم جج وي او ټول به پرې وياړ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG