لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا صوبه کې دسي این جي ګېس بیعه زیاته لوړه کړل شوې


په پاکستان کې د تحریک انصاف دنوي حکومت لخوا د ګیس دبیعو لوړولو سره په خیبر پښتونخوا صوبه کې د سي این جي یا په ګاډو کې د استعمالیدونکي ګیس بیعې هم لوړې شوي دي.

دپاکستان دسی این جي دسازمان مشر وایي دګیس دبیعې لوړیدلو سره به اوس مسافرو نه اخستل کیدونکې

کرایانې هم لوړیږی ځکه چې ۷۰فیصده بسونه اؤ نور ګاډي په سي این جي چلیږي.

دپاکستان نوي حکومت تیره میاست د ګیس بیعې څلویښت فیصده لوړې کړې وې چې له دې امله دپاکستان تاریخ کې په لمړي ځل د سی این جي نرخ د یو کلو په سر د ۱۰۰د روپو څخه اوښتی دی.

دسي این جي دبیلابیلو سازمانو مشرانو دوه ورځې وړاندې پریکړه کړې وه چې هغوئ به د ګیس د بیعو لوړؤلو په ضد محکمې ته مراجع یاکوي، یا به احتجاجي مظاهرې پیل کوي یا به هم د سي این جي پمپونه تړي.

دسي این جي د کاروباریانو د سازمانونو مشر عبدالسمیع خان خبریالانو ته ویلي چې د سي این جي دبیعو لوړؤلو سره به عام ولس اؤ دا صعنت وځپل شي.

دټول پاکستان د سي این جي فورم چئیرمین شبیر سلیمان میډيا ته ویلي چې د بیعو لوړیدو سره اوس خیبر پښتونخوا کې د سي این جي د یو کلو بیعه د ۸۷ روپو نه ۱۱۵ روپو ته لوړه شوې ده .

هغه وویل د وړاندې نه هم د نورو صوبو په پرتله پښتونخوا صوبه کې د سي این جي بیعه لوړه وه اؤ اوس دا بیعه نوره هم لوړه شوې ده.

هغه وویل د سي این جي د بیعې لوړیدو سره به یوازې مسافرو نه په ګاډو کې زیاتې کرایې نه اخستل کیږی بلکې د ټولو شیانو نرخونه به وخیژي چې زور به یې نیغ په نېغه په غریب ولس پریوځي.

XS
SM
MD
LG