لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان دوه پخواني وزیراعظمان د غدارۍ په تورونو محکمې ته وړاندې شوي


دپاکستان دوه پخواني وزیراعظمان نوازشریف اؤ شاهد خاقان عباسي اؤ دانګریزۍ ژبې د ورځپاڼې ډان یو خبریال سرل المیدا دبغاوت په تورونو نن (دوشنبه) محکمې ته وړاندې شوي دي.

پخواني وزیراعظم میا نوازشریف سږکال دمئ په میاشت کې د ډان ورځپاڼې خبریال سرل المیډا سره یوه مرکه کې په ظاهره داسې تاثر ورکړی ؤ چې ګنې په کال۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار شوؤ ترهګریزو بریدونو دپاره ترهګر دپاکستان څخه لیږل شوي وؤ.

ددغه مرکې خپریدو نه وروسته د امنه ملک په نوم یوې میرمنې دلاهور ایالتي محکمې ته عریضه کړې چې نوازشریف اؤ دهغه وخت وزیراعظم د خپل سوګند خیال نه دی ساتلی ځکه نو دواړو په ضد دې دبغاوت کاروایي وکړل شي.

د دوشنبې په ورځ دلاهور هائیکورټ د قاضي مظهر علي اکبر نقوي په مشرۍ درې کیسزې څانګې ددغه عریضې اوریدنه کړې ده.

په تیره اوریدنه کې محکمې د ډان ورځپاڼې دخبریال سرل المیډا دنیولو دامر ترڅنګ دهغه دنوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې د اچولو امر کړی ؤ چې نن دالمیډا عدالت ته په مخ کیدلو محکمې دهغه دنیولو امر منسوخ کړو اؤ دایکزټ کنټرول لسټ نه یې دهغه دنوم ویستلو امر هم وکړو.

محکمې ته د اوریدنې په مهال عریضه کوونکې میرمنې امنه ملک ویلي چې پخواني وزیراعظم خپله مرکه کې دهیواد دګټو په ضد خبرې کړي چې دا دغدارۍ زمره کې راځي.

هغې ویلي چې دنوازشریف دمرکې نه وروسته د ملي امنیت دکونسل کومه غونډه شوې وه دهغې حال پخواني وزیراعظم شاهد خاقان نوازشریف ته ویلی اؤ داسې هغه خپل سوګند مات کړی دی باید ددواړو په ضد دبغاوت مقدمه وچلول شي.

دمحکمې قاضي ښاغلي مسعود جهانګیر د اوریدنې په مهال پوښتنه کړې چې مرکزي حکومت د ائین دشپږمې مادې لاندې څه ګامونه اخستي؟ چې په دې مرستیال دولتي وکیل میا طارق محکمې ته ویلي دا معامله دپیمرا اړوند ده.

قاضي مسعود جهانګیر ویلي دپیمرا کار د تقریرونو مخه نیول دي اؤ ائین دشپږمې مادې(دبغاوت ددفعې) لاندې ګامونه اخستل د مرکزي حکومت کار دی .

محکمې په دغه عریضه نوره اوریدنه ته ۲۲ اکتوبره ځنډولې اؤ په راتلونکې اوریدنه کې یې دپاکستان اټارني جنرل یا څارنوال هم رابللی دی.

نوازشریف پخپله دغه مرکه کې نیغ په نیغه په پاکستان دترهګرو دملاتړ تور نه ؤ لګولی خو ویلي یې وؤ” تندروه ډلې تر اوسه فعالې دي چې ورته غیر ریاستي عناصر ویل کیږي، ما پوهه کړئ چې ایا مونږ ته دوئ ته اجازه ورکول پکار ده چې له پولې پورې ۱۵۰ کسان ووژني”

دپاکستان دملي امنیت کونسل وروسته پخپله یوه غونډه کې دنوازشریف دغه څرګندونې رد کړې و

XS
SM
MD
LG