لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد کې دپاکستان قونسلګري بیا پرانستل شوه


دافغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ځايی چارواکو ویلي ،د۳۸ؤ ورځو له تړل کیدو وروسته نن د دوشنبې په ورځ په جلال ابادښار کې دپاکستان قونسلګري په رسمي توګه پرانستل شوه او خلکو ته یې د ویزې ورکولو په فعالیت پیل وکړو.

دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ډیوه ته ویلي د دې ولایت چارواکو لخوا دنیول شوي مهال ویش او نظم له مخې دقونسلګري لخوا د ویزو ورکولو پروسه نن سهار پیل شوه.

داګست په ۳۰مه نېټه دافغانستان ننګرهار ولایت کې پاکستان خپله قونصلګري په دې تور تړلې وه چې دننګرهار ځائ چارواکي دقونصلګرۍ دامنیت چارواکې مداخله کوي.

خو دننګرهار والي دپاکستان دغه تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ دپاکستان په قونصلګرۍ کې دافغانانو څخه د ویزو په سر نه یوازې بډې رشوتونه اخستل کیږي بلکې بد چلند هم ورسره کیږي.

وروسته د ستمبر په میاشت کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته ته سفر وکړو اؤ دغلته یې افغان چارواکو سره دنورو مهممو چارو برڅېره جلال اباد کې دپاکستان دقونصلګرۍ دتړل کیدو په اړوند هم خبرې اترې کړې وې.

دننګرهار دولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي تیره ورځ ددې قونسلګرۍ دپرانستو ژمنه شوې وه خو یو څه جنجال بیا رامنځته شو خو نن قونسلګري خلاصه شوه اؤ په ډيره منظم سیستم سره دننګرهار دهاغو ولسوالیو خلکو ته چې نن یې نوبت دی ویزې ورکول کیږي"

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هم په خپل ټویټرپاڼه لیکلي وروسته له هغې بیا خلاصه شوې چې افغان دولت دقونصلګرۍ د امنیت باور ورکړو.

افغان چارواکو ویلي هره ورځ په ننګرهار کې دپاکستان دقونسلګرۍ لخوا ۱۸۰۰ کسانو ته ویزې ورکول کیږي او په دې چارو کې دخلکو لپاره اړین سهولتونه هم رامنځته شوي دي.

ننګرهارد ولایتي چارواکو په وینا دیکشنبې ،دوشنبې ،سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د ننګرهار ولایت اوسیدونکو او دپنجشنبې ورځ دخوست پکتیا ،غزني،کونړ،لغمان او نورستان ولایتونو اوسیدونکو ته دویزې ورکولو مهال ویش ټاکل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG