لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال مهم خبرونه


واشنګټن: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اتوار یا یکشنبې په ورځ شمالي کوریا ته خپل څلورم سفر وکړ.

پیانګ یانګ ته د یو ورځني سفر پر وخت پمپیو او د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون په دې موافقه وکړه چې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره څومره ژر چې امکان ولري دوهمه سرمشریزه جوړه شي.

پمپیو له کېم سره خپلې خبرې ګټورې وګڼلې او دا یې د کوریا د بې اټومي وسلې کېدو په لاره کې یو بل مهم ګام وګاڼه خو څېړونکي لا تر اوسه هم ډاډه نه ښکاري.

-----------

ملګري ملتونه وايي، که د ځمکې د تودوخې کچه ټیټه و نه ساتل شي نو په راتلونکې کې ډېر ګواښونه لرلای شي.

د ملګروملتونو اداره چې د موسم یا کلایمېټ په برخه کې کار کوي په خپل یو نوي راپور کې هغه لارښونې کړیدي د کومو په ترڅ کې چې حکومتونه کولای شي د نړۍ د تودوخې درجه ټیټه وساتي.

په راپور کې وړاندې راغلي دي، که د تودوخې یا ګرموالي اندازه ښکته وساتل شي نو نیمايي یا لږ شمېر خلک به د اوبو له کمښت سره مخ شي، د ګرمۍ له امله به د مړینې شمېره کمه وي او د ځمکې پرسر ډیري زنګلونه به زرغون پاتې شي.

-----------

په اسرایلو کې د هغه مشکوک فلسطیني کس د نیولو هڅې روانې دي چاچې د غزې په تراډه کې په ټوپک باندې دوه اسرایلیان ووژل او دریم یې سخټ ټپي کړ.

امنیتي ځواکونه وايي، دغه کس ۲۳ کلن اشرف نالوا نومېږي چې په یوې کارخانې کې یې کار کاوه.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د اتوار یا یکشنبې د ورځې دغه برید یو ترهګریز برید وګاڼه خو د پوځ ویاند وايي چې ځینې نور دلایل هم شته خو په اړه یې تفصیل ور نه کړ.

------------

ترکي چارواکي وايي، د سعودي عربستان هغه خبریال چې امریکا ته په خپله جلا وطنه شوی وو تېره اونۍ په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې هغه ووت ووژل شو کله چې دی د خپل راتلونکي واده د اسنادو لپاره ورغلی وو.

د سعودي عرب چارواکي وايي، دغه ادعاوې بې بنسټه دي خو۵۹ کلن جمال خاشقجي د تېرو څو ورځو راهیسې نه دی لیدل شوی.

د جمال کوژدنه یا نامزه هاتېس سینګېز چې د تېرې سې شنبې یا نهې په ورځ ورته د قونسلګرۍ مخې ته ولاړه وه وايي، جمال د قونسلګرۍ له ودانۍ څخه بېرته نه دی وتلی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، دوی به د پېښې په اړه پلټنې وکړي او له نړیوالو سره به یې شریکې کړي.

-------------

د امریکا هوا پېژندوکي وايي، د مایکل په نامه طوفان سمندري طوفان ته نږدې دی او له همدې امله یې د کیوبا پېنر ډېل ریو ته خبرداری ورکړی.

د مایکل د طوفان سیلۍ دا مهال په یو ساعت کې ۱۱۰ کیلومتره تېز رفتار لري.

امریکايي چارواکي وايي، دغه طوفان به د ګل یا دوشنبې ناوخته د مکسیکو له خلیج څخه تېر شي.

د امریکا د فلورېډا ایالت والي بیړنۍ حالت اعلان کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG