پاکستان
زلمی خلیلزاد:طالبان اؤ افغان دولت دې دسولې خبرو دپاره خپل استازي وټاکي

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په افغان دلت اؤ طالبانو غږ کړی دی چې دسولې خبرو دپاره باید خپل استازي وټاکي.
تیره ورځ کابل کې خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي خلیلزاد ویلي افغانستان کې سوله اؤ امن تر هرڅه زیات مهم دی اؤ اوس وخت رارسیدلی دی چې نوره باید دا څلویښت کلنه جګړه پايي ته ورسیږي.
هغه وویل د سولې بههیر دافغانانو داخلي موضوع ده خو امریکا به دغو خبرو کې دمرستې ترڅنګ ګډون هم ولري.
امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل استازی ټاکلی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې هغه په افغانستان کې پیدا شوی، لویې شوی ،دافغانستان په وضعیت ښه پوهه لري ځکه نو په دې کې به بریالی شي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته چمتو کړي.
زلمي خلیل زاد وویل امریکا غواړي افغانستان کې روان جنګونه باید نور پایي ته ورسیږي اؤ په دغه لړ کې عملي مرسته کوي.
زلمي خلیل زاد پرون دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کري،سیاسي مشر استاد سیاف اؤ دملي امنیت صلاح کار حمدالله محب سره هم لیدل کتل کړي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې د روان بهیر په اړوند خبرې کړي.
ټاکل شوې ده افغان چارواکو سره له لیدنې وروسته به زلمی خلیل زاد اسلام اباد ته هم سفر وکړي اؤ دغلته به دپاکستان وزیراعظم عمران خان،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ نورو مشرانو سره دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ سوله کې دپاکستان په کردار خبرې وکړي.
دافغانستان دملي امنیت دشورا دیو بیان له مخې حمدالله محب سره لیدنه کې د سولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړي استازي وویل دسولې او ثبات لپاره افغانستان او د امریکا متحده ایالتونه ګډې موخې لري او دغه هدف ته د رسېدو په موخه یې د خپل پیل کړي ماموریت د اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړل.
بیان کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي، د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي، د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس متین بېک او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال اخترمحمد ابراهیمي د روانو امنیتي او نظامي چارو او پرمختګونو په اړه بحث وکړو.
See all News Updates of the Day
محمود خان اڅکزی:چې زموږ روا تجارت نه پرېږدي نو نه به رانه څوک ژوند وکړي اؤ نه بادشاهي

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان اؤ ایران په پولو د تجارت مخې ته د خنډانو راولاړولو دعمل سخته غندنه کړې ده اؤ ګواښ یې کړی دی چې که پښتانه څوک روا تجارت ته نه پرېږدي نو دوي به داسې حال جوړ کړي چې نه ترې بیا څوک ژوند وکړي اؤ نه باچاهي.
په ایکس رسنۍ( پخواني ټویټر) خپل یو بیان کې ښاغلي اڅکزي ویلي چې پښتانه باچاهياني جوړولی شي نو خلک دې دا فکر نه کوي چې دا قام به په يوه او بل نامه وجنګوي او بيا یې د وطن شتمنۍ قبضه کړي.
د اڅکزي په خبره "دا خاوره زموږ مور ده او چې کوم پښتون په دې خاوره خوا نه بدوي په پښتونوالې کې يې شک دی"
په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت د سمګلنګ د مخنیوي په نامه د افغانستان اؤ ایران سره په لګیدلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي دي اؤ تجاران نیوکې کوي چې امنیتي ځواکونه دوي د تالاشۍ په نوم ځوروي اؤ خپل تجارتي مالونه هم په وخت خپلو مقاماتو ته نه شي رسولی.
ښاغلي محمود خان اڅکزي ویلي "د افغانستان او ايران سره پر پولو که څوک د نشه اي موادو او وسلو قاچاق یا تجارت کوي په جيل کې واچوه او مړه يې کړه. که څوک پر دا لارو زموږ روا تجارت نه پرېږدي بيا به داسې حال جوړ کړو نه والله که څوک باچاهۍ راڅه وکړي او نه زندګي راڅه وکړي"
هغه ویلي" د پاکستان سول جاسوسي ادارو سره د خلکو د سهار، ماښام د غلاو مالومات شته. د بورې، پيټرول او فرټيلايزر د وړلو په مد کې په يوه شپه کې په کروړنو روپۍ غلا کيږي. هلته پر يوه ګونۍ پر خلکو ټکان کوي او وژني يې او شپه سي د ځينې زورورو په لسګونو لارياني د مالو ډکې ايله کړل سي"
دقطر وزیر اعظم:دطالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده سره مې لیدلي اؤ ورته مې ویلي چې ښځو ته باید خپل حقوق ورکړي

دقطر وزیراعظم محمد عبدالرحمان ال ثاني ،چې دبهرنیو چارو وزارت هم په لاس کې لري،وایي په افغانستان د واکمنو طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند زاده سره یې لیدنه کړې ده اؤ ورته یې ویلي دي چې که هغه غواړي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې غړی شي نو ښځو ته دې د کار اؤ نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.
محمد عبدالرحمان ال ثاني د نړۍ د کوم هیواد وړومبی چارواکی دی چې د طالبانو د مشر (چې هغوي یې امیر المومنین بولي) سره یې د لېدنې دعوه کړې ده.
دطالبانو د مشر په اړه اکثره طالب چارواکي په ټولنیزو رسنیو رپورټونه خپروي چې فلانۍ سیمې ته یې سفر وکړو یا یې د فلاني پلاوي سره لېدنه وکړه ، حتی کله کله دهغه اډیو ویناګانې هم خپروي خو تر اوسه ملا هبت الله پخپله مطبوعاتو ته نه دی راڅرګند شوی اؤ نه یې کومه ویډیو مخې ته راغلې ده.
د قطر وزیراعظم محمد عبدالرحمان ال ثاني چې د تېرې مئ میاشت کې یې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی ؤ، سي این این ټیلي ويژن ته یې ویلي دي چې هغه ددغه سفر په مهال د مئ په ۱۲مه کندهار ولایت کې د ملاهبت الله اخند زاده سره لېدنه کړې وه.
خو دطالبانو حکومت بیا په دې هکله هیڅ نه دي ویلي چې دقطر خارجه وزیر افغانستان ته دخپل سفر په مهال ملاهبت الله اخند زاده سره لیدنه کړې ده اؤ که نه البته کله چې هغه افغانستان ته دغه سفر کړی ؤ نو هغه دطالبانو حکومتي چارواکو په ټولنیزو رسنیو لیکلي وؤ چې دقطر خارجه وزیر د ریس الوازارا ملا محمدحسن اخند سره لېدل کړي.
محمد عبدالرحمان ال ثاني ویلي دطالبانو ستر مشر سره لېدنه کې یې هغه ته ویلي د یو اسلامي هیواد په توګه قطر طالبانو ته ښه مثال دی چې دغلته ښځې کار هم کوي اؤ نجونه پکې زده کړې هم کوي.
هغه ویلي چې په قطر کې د لوړو زده کړو په مد کې د نجونو شمیره تر هلکانو لوړه ده
هغه وویل په کندهار کې یې د ملا هبت الله سره په لېدنه کې هغه ته ویلي چې که غواړي دطالبانو حکومت نړۍ کې مشروعیت پیدا کړي نو ښځو ته دې د کار اؤ نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.
هغه وایي دطالبانو مشر ته یې ویلي چې په قطر کې ښځې په لوړو زده کړو بوختې دي، په مهمو دولتي څوکیو ګمارل شوې دي ځکه قطر یو عصري هیواد دی .
"نوموړی زیاتوي په دې مو سره اتفاق شوی چې لږ تر لږه په ټیټه کچه به پرمختګ وشي په غیر دولتي ادارو کې به مېرمنو ته د کار اجازه ورکړل شي چې نورو کورنیو ته مرستې ورسوي"
په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې کله طالبانو په دویم ځل افغانستان کې په اقتدار قبضه وکړه نو هغوي په ښځو یو شمیر بندیزونه ولګول.
سلوالو طالبانو په افغان انجونو باندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او له اکثرو کارونو او عامو ځایونو ته له ورتګ څخه یې منعه کړي دي چې په هغو کې پارکونه، جېمونه او عام حمامونه هم شامل دي.
طالبانو همدارنګه ښځې بهرنیو انجیوګانو سره له کار کولو هم منعې کړې دي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې تر ۲۸ میلیونو زیات خلک خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
ددغه بندیز له امله د خوړو نړیوالې ادارې یا ډبلیو اف پي په اته میلیونو هغو افغانانو مرسته بنده کړې ده چې د خوراکي توکو مرستې ورسره کېدلې.
سخت دریځو طالبانو سږکال د جولای په ټول هېواد کې د ښځو سینګارتونونه هم وتړل د کوم له امله چې په دغه هېواد کې تر ۶۰۰۰۰ ښځې بې روزګاره شوې دي.
تر دې مهاله د نړۍ یو هیواد هم دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی خو یوازې چین روانه میاشت په افغانستان کې خپل سفیر ګمارلی دی.
نړیواله ټولنه وخت په وخت دطالبانو په حکومت نیوکې کوي چې د ښځو اؤ بشري حقوق یې تر پښو لاندې کړي اؤ هم یې د دوحې په تړون کې شوې خپلې ژمنې سرته نه دي رسولې خو طالبان دا تورونه ردوي اؤ وایي دهغوي په حکومت کې هرچاته د شریعت اؤ افغاني ټولنې د روایاتو په اساس خپل حقوق ترلاسه دي
باجوړ نه دقامي اسمبلۍ پخوانی غړی ګل ظفر خان پولیسو دغبن مقدمه کې نیولی دی

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی ګل ظفر خان تېره شپه پولیسو د غبن په یوه مبینه مقدمه کې دهغه د کور نه نیولی دی.
د قبایلي ضلعې باجوړ د پولیسو مشر یا ډي پي او نزیز خان د ګل ظفر خان د نیول کېدو پخلی کړی اؤ بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته یې ویلي دي چې نوموړی د انټي کرپشن په یوه مقدمه کې نیول شوی اؤ دا مهال د خار د پولیسو په ولکه کې دی.
د اتوار په ورځ د پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دتحریک انصاف ګوند په پخواني ایم این ای تور دی چې د تعلیم محکمه کې یې په غیرقانوني توګه د کلاس فور ملازمان بهرتي کړي دي اؤ هم په دغه مقدمه کې تېره شپه د تیمرګرې د انټي کرپشن چارواکو د پولیسو په مرسته ګل ظفر باجوړ کې له خپل کوره نیولی دی.
د ګل ظفر خان ورور سلطان روم ویلي د ګل ظفر په نیولو پسې ګڼ شمیر امنیتي مامورین په سپینو جامو کې دهغه کور ته ورغلي اؤ تور یې لګولی چې د کور دننه یې مېرمنې هم ځورولې دي.
په ایکس(پخواني ټویټر) رسنۍ د ګل ظفر خان د رسمي پاڼې نه خپور کړي خپل یو بیان کې سلطان روم ویلي دي دا مهال هیواد نه قانون په بشپړ ډول ختم شوی اؤ د ځنګل قانون پکې پځای دی.
هغه ویلي چې ټولې ادارې مفلوج شوي دعمران خان،دهغه دملګرو اؤ پي ټي آی پرضد یې د بر بریت بازار ګرم کړی دی.
نوموړي ویلي دي چې داسې رقم اقدامات د هغوي حوصلې نه شي ماتولی اؤ دحقیقي ازادۍ مبارزې ته به دوام ورکوي.
په ټولنیزو رسنیو د ګل ظفر خان یوه لنډه ویډیو هم خپره شوې ده چې پکې لیدل کیږي هغه په حوالات یا زندان کې ولاړ دی اؤ د عمران خان په مخاطب کولو سره وایي "خان په تا د ځان قربانولو خلک بې شمېره دي"
په ګل ظفر تر دې وړاندې د نهم مئ د اړي ګړي پېښو کې د لاس لرنې مقدمه هم درج شوې وه خو سرچینې وایي په دغه مقدمه کې هغه د ګرفتارۍ نه ځان په ډډه کړی ؤ اؤ زیاتره به یې د باجوړ نه بهر شپې کولې .
په نهم مئ د تحریک انصاف ګوند فعالینو دهیواد بیلابیلو برخو کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ پرضد قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال په پېښور اؤ نورو ښارونو کې دولتي ودانیو اؤ پوځي تنصیباتو ته اورونه لګول شوي وؤ.
وروسته حکومت اؤ پوځ اعلان کړی ؤ چې د نهم مئ پېښو کې د لاس لرونکو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان پخپله هم دا مهال د سایفر په مقدمه کې بندیوان اؤ د اټک په زندان کې پروت دی.
ددې ترڅنګ د تحریک انصاف ګڼ شمیر نور مشران اؤ فعالین هم په بیلابیلو مقدمو کې نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوي دي.
عمران خان وایي د هغه د ګوند د مشرانو اؤ فعالینو د نیولو مقصد راتلونکو انتخاباتو نه دده د ګوند د بهر ساتلو هڅه ده خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ تېره ورځ نړیوالې خبري ادارې ای پي سره یوه مرکه کې ویلي چې الیکشن کول د حکومت نه بلکې د الیکشن کمیشن کار دی اؤ دده حکومت هیڅ اراده نه لري چې تحریک انصاف ګوند د انتخاباتو نه بهر وساتي
وزیراعظم کاکړ: د طالبانو لنډمهاله حکومت سره د اړېکو په ښه کېدو کې به مو یو څه وخت لګي

په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په ګډه پوله له پیدا شوؤ جنجالونو وروسته دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي په افغانستان کې دطالبانو لنډ مهاله حکومت سره د پاکستان اړیکو ښه کېدو کې به یو څه وخت لګي خو وایي هغه باوري دی چې د اړیکو په ښه کولو کې به بریالی شي.
دپاکستان د دولتي خبري اژانس ای پي پي د رپورټ له مخې دملګرو ملتونو د 78مې غونډې په مهال د امریکایي اوونیزې مجلې نیوز ویک سره مرکه کې نګران وزیراعظم ښاغلي کاکړ ویلي مونږ د ټولې سیمې په هکله یو پراخه نقطه نظر لرو.
د نګران وزیراعظم وینا وه"خو دا ځېنې ورځنۍ پېښې کله کله زمونږ اړیکې خرابوي اؤ کړکیچنوي خو مونږ هڅه کوؤ یوه داسې منظمه حل لاره ورته پیدا کړو چې د دواړو (پاکستان اؤ افغانستان)په ګټه وي"
جنوبي ایشیایي سیمې ته د امریکې د پاملرنې په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي کاکړ ویلي ،که دا سیمه نظرانداز کیږي یا ورته امریکا لږه پاملرمه کوي نو دسیمې د یو فرد په توګه هغه به پرې ډیر حیران وي ځکه چې دا هغه سیمه وه چې پکې ډیر څه کېدل.
د وزیراعظم کاکړ په خبره" په دې سیمه کې درې،څلور اربه خلک اوسیږي نو څلور اربه خلک څخه له نظره غورځول کیدای شي ځکه چې دا خو دنړۍ نیمایي برخه انسانان دي"
دهغه وینا وه چې په دې سیمو کې ممکنه شخړې شتون لري چې له هغې څخه یوه د کشمیر شخړه ده اؤ دا شخړه د دوؤ ایټمي ریاستونو تر منځ ده خو په دې خبره باید سوچ وکړل شي چې په یورپي براعظم به ددې څه اغېزې وي اؤ یا په ټوله نړۍ، شمالي امریکا اؤ پاتې برخو به یې څه رقم اغېزې مرتب کیږي؟
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستان نګران وزير اعظم انوارالحق کاکړ د هر رقم ترهګرۍ مخالفت کړی و اؤ ویلي یې وؤ پاکستان د هند په شمول د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي
څېړونکي وايي نړۍ نور د پاکستان په تشو دعوو اعتبار نه کوي اؤ که پاکستان په رښتیا هم د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لرل غواړي نو د ترهګرو په ضد به عملي ګامونه پورته کوي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد او څېړونکی ډاکټر سید عرفان اشرف وایي، اوس د خبرو اترو وخت تېر دی، اوس د عمل وخت راغلی دی.
د وي او ای ډیوه خبریال عثمان خان سره خبرو کې ښاغلي عرفان اشرف ویلي "که چېرې پاکستان عملي کېږي او دنيا ته ښيي دی په سيمه کې د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي نو پوځ چې د ترهګرۍ د لارې سياست او جمهوريت یرغمال کړی دی له دې نه به لاس اخستل وي او که دا هر څه هم داسې روان وي نو نړۍ نوره د پاکستان اقتصادي او سیاسي ملاتړ ته نه ده تیاره"
د پاکستان نګران وزیر اعظم دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې هېواد يې د سخت اقتصادي حالاتو او په کور دننه د سياسي کړکېچ سره مخ دی او ورځ تر بله د ترهګرۍ پېښې هم سېوا کېږي.
پوهان په ملګرو ملتونو کې د کاکړ وینا يو سياسي بیان ګڼي او وايي په نړيواله کچه د هغو هېوادونو خبره اورېدل کېږي چې په اقتصادي توګه مضبوط وي.
شمالي وزستان:ترهګرو سره نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی دی

افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ترهګرو اؤ پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې چې دپوځ په وینا دې نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی دی.
د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار ویلي دا نښته تېره ورځ په میرعلي سیمه کې شوې ده.
دپوځ بیان کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ دشمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کول چې په دغه مهال د ترهګرو اؤ پوځيانو ترمنځ یوه سخته نښته شوې ده.
پوځ ویلي نښته کې د پنجاب د خانیوال سیمې یو 21 عسکر شکیل شفقت وژل شوی دی خو د پوځ په بیان کې ترهګرو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
آی ایس پی ار ویلي امنیتي ځواکونو په سیمه کې په موثره توګه د د ترهګرو د ځالې درک لګولی دی اؤ سیمې نه د ترهګرو ختمولو لپاره د پاکونې عملیات روان دي.
پوځ پخپل بیان کې هوډ ښکاره کړی چې د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته یې حوصلې لوړې دي اؤ د پوځیانو دغسې قربانۍ یې حوصلې نورې هم لوړوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده اؤ په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله واله ډله داعش خراسان پر غاړه اخلي.
خو د ترهګرو ډلو لخوا د بریدونو تر څنګ امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت دعوې کوي چې د قبایلي ضلعو په ګډون یې ګرد هیواد کې د ترهګرو ډلو اؤ دهغوي د همکارانو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات چټک کړي اؤ په دې عملیاتو کې وسله والو ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.
د خالي- شنبې په ورځ په بر جنوبي وزیرستان کې د پوځ د بمونو شنډوونکې یوې ډلې د ګاډي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې پکې درې عسکر معمولي ژوبل شوي وؤ.
همدا شان په 21م ستمبر د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې هم دپوځ اؤ ترهګرو تر منځ نښته شوې وه چې پوځ پکې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
هم په دغه ورځ(پنجشنبه) پوځ پخپل یو بیان کې ويلي وؤ چې د پښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې یې ترهګرو سره د یوې نښتې په مهال شپږ ترهګر وژلي اؤ پینځه یې ژوندي نیولي دي.
تر دغې پېښو وړاندې په په 19م ستمبر د شمالي وزيرستان د ميرعلي په حسو خېلو سيمه کې د وسله والو په ډزو کې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي وؤ.
پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.
دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کښې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کښې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.
رپورټ وايي بلوچستان اؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.
Forum