لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:سعودي دې دخبریال دبې درکۍ پلټنو کې مرسته وکړي


امریکا دسعودي عرب څخه غوښتنه کړې چې دهغه بې درکه سعودي خبریال د بې درکۍ په پلټنو کې مرسته وکړي دچا په هکله چې دترکیې چارواکي شک لري چې استنبول کې دسعودي دقونصلګرۍ دننه وژل شوی دی.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو د دوشنبې په ورځ خپل یو بیان کې د خبریال جمال خاشقجي د ژوند اؤ‌ بې درکۍ په اړوند په خپرو شوؤ ګونګوسو اندېښنه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې دامریکې دبهرنیو چارو د محکمې لوړ پوړي چارواکي په دې اړوند د سعودي حکومت سره خبرې کوي.

له دې وړاندې دامریکا صدر ډانلډ ټءمپ دسعودي خبریال جمال خاشقجي په بې درکۍ اندېښنه ښودلې وه اؤ هیله یې ښکاره کړې وه چې دا ستونزه به زر هواره کړل شي.

سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ صدر ټرمپ ویلي وؤ هیڅوک نه دي خبر چې جمال خاشقجي سره څه شوي خو دهغه په وینا “دې لړ کې ډیرې خرابې کیسې اوریدل کیږي”

وتلی سعودي خبریال جمال خاشقجي دتیرې سه شنبې په ورځ استنبول کې د سعودي قونصلګري ته ننوتلی ؤ اؤ ویل کیږي چې له هغې وروسته له قونصلګرۍ نه دی راوتلی.

برتانوي خبري اژانس رائټرز دځېنو ترکي چارواکو له خولې ویلي وؤ چې دترکي پولیس شک لري چې جمال خاشقجي دسعودي قونصلګرۍ کې وژل شوی دی.د ترکي صدر رجب طیب اردغان هم دسعودي عرب څخه د دوشبنې په ورځ غوښتنه کړې وه چې دخاشقجي دقونصلګرۍ نه د وتلو ثبوت وړاندې کړي.

امریکه کې د سعودي سفیر اؤ دسعودي د ولي عهد ورور شهزاده خالد بن سلمان پخپل یو بیان کې د قونصلګرۍ دننه د خبریال د وژل کیدو تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دهغوئ هیواد د ترکیې په اجازه یوه امنیتي ډله استنبول ته لیږلې چې دخبریال د بې درکۍ پلټنو کې مرسته وکړي.

دجمال خاشقجي په هکله ویل کیږي چې هغه د سعودي دحکومت دکړنو سخت مخالف دی اؤ دځان ژغورنې په خاطر د تیر یو کال راهسې امریکا کې میشته ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG