لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې خبریالانو د بیان د ازادۍ په ملاتړ او د ګواښونو په ضد احتجاجونه کړي


واشنګټن ـــ په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر مطبوعاتو د بندیزونو په اړه په نړیواله کچه د را پورته شویو اندېښنو په منځ کې نن د دې هېواد په اکثره لویو ښارونو کې خبریالانو د بیان د ازادۍ په حق کې او دوی ته د ور پېښو ګواښونو په ضد حتجاجونه کړي دي.

د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو پېښور، اسلام اباد، کوټه، کراچۍ، لاهور او ځینو وړو سیمو کې د نهې- سه شنبې په ورځ خبریالانو په احتجاجونو کې مطبوعاتو ته د ور پېښو خنډونو، خطرونو او سنسرشپ په ضد شعارونه ورکړي او له حکومته یې د خبریالانو د ژغورنې غوښتنه کړې ده.

په پېښور کې د خیبر یونین آف جرنلسټ له خوا هم په دې اړه یوه مظاهره شوې، د دې تنظیم مشر او خبریال سیف الاسلام سیفي د وي.او.اې ډیوه خبریالې سعدیې قاسم شاه ته ویلي، چې په پاکستان کې نن سبا صحافت له ښکاره او پټو خطرونو سره مخ دی:

"له مختلفو ادارو زموږ ملګري [جرنلسټان] ایستل کېږي، بل دا چې د صحافت ازادۍ ته- چې د جمهوریت یوه ستنه ده- خطرونه ور پېښ دي او د مېډیا مختلفې ادارې مجبوره کېږي چې د هغو خلکو ایجنډا پوره کړه او ازاد صحافت ونه شي، له دې خبریالان هم متاثره کېږي".

ښاغلي سیفي د چا نوم وا نه خیست چې څوک خبریالانو ته ګواښونه کوي او کار ته یې نه پرېږدي، خو د خبریالانو د ژغورنې نړیوالې ادارې سي پي جې د سپټمبر په ۱۲مه په خپل ځانګړي رپوټ کې په پاکستان کې پر رسنیو د ډار او سنسرشپ سبب د دې هېواد پوځ بللی وو او ویلي یې وو چې پوځ په خاموشۍ خو په اغېزمنه توګه مخامخ او نامخامخ د خبریالانو د ډارولو او ګواښلو په وسیله د حقیقتونو د خپرېدو مخه نیسي او د سیلف سنسرشپ ستاینه کوي.

په پاکستان کې د مېډیا له یوې لویې ادارې سره کارکوونکی خبریال ګوهر علي وایي، د تحریک انصاف ګوند د حکومت له راتلو سره په دې هېواد کې د مېډیا ازادي نوره اغېزمنه شوې او داسې ادارې دي چې پر مېډیا یې په پټه او ښکاره غیراعلانیه بندیزونه لګوي او کار ته یې نه پرېږدي:

"د دې نوي حکومت له جوړېدو پس د صحافیانو حالت ډېر زیات خراب شوی دی، نه یواځې د ټولو ادارو له خوا چڼ کېږي او ځینې خبریالان باسي، بلکې تر هغه خطرناکه خبره دا ده چې، حکومت د شپې د نامعلومو خلکو له طرفه اخبارونو او ټي وي چېنلو ته ټلیفونونه کوي چې زموږ د اجازت نه بغیر تاسو رپوټنګ نه شئ کولای، دا خبر وچلوئ دا مه چلوئ، باقاعده سیلف سنسرشپ شروع شوی دی".

خبریالانو په احتجاج کې اندېښنه څرګنده کړه چې کېدای شي په راتلونکي نیژدې وخت کې په پاکستان کې د رسنیو او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره حالات نور هم سخت شي، چې وایي کېدای شي زیات شمېر خبریالانو له کارونو و ایستل شي او امکان لري چې ځینې رسنۍ وتړل شي.

په کوټه کې هم د بلوچستان یونین آف جرنلسټ تنظیم له خوا احتجاج شوی، چې د لسګونو خبریالانو په ګډون وکیلانو او د مدني ټولنو غړو هم پکې ګډون کړی دی. احتجاج کوونکو پر رسنیو د بندیزونو او د ځینو ورځپاڼو له دفترونو د خبریالانو د ایستل کېدو په ضد شعارونه ورکړي دي.

د فېډرل یونین آف جرنلسټ مرستیال مشر سلیم شاهد د وي.او.اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، چې پر مېډیا د بندیزونو تر شا لاسونه موجود دي خو چاته نه ښکاره کېږي. سلیم شاهد وایي د پوځي حکومتونو په نسبت دا ځل رسنۍ له مخامخ نه، بلکې له نه لیدونکو بندیزونو سره مخ دي:

"پر اخبارونو یې اشتهارونه بند کړي دي چې له امله یې د ورځپاڼو مالکانو په سیند، پنجاب او نورو ښارونو کې ډېر زیات شمېر خبریالان ایستلي دي او د هغوی معاشي قتل یې شروع کړی دی، دا یو ډول نه لیدونکی سنسرشپ دی".

په اسلام اباد کې هم لسګونو خبریالانو دې ته ورته احتجاج کړی دی. د اسلام اباد او پینډۍ د خبریالانو د اتحادیې (آر آی یو جې) مشر مبارک زېب د وي.او.اې ډیوه خبریال ارشد حسېن ته ویلي، حکومت ته خبرداری ورکوي چې که پر رسنیو بندیزونه او د خبریالانو د ایستلو لړۍ یې بنده نه کړه نو په ضد به یې احتجاجونو ته دوام ورکړي:

"پخوا هم که سېول حکومت یا پوځي حکومت د مېډیا په ضد یې ګامونه پورته کړي دي نو موږ یې په ضد اواز اوچت کړی دی او درولي مو دي خو که د موجوده حکومت هم دا اراده وي نو موږ به یې په ضد درېږو".

خبریالانو د پاکستان له مرکزي او صوبایي پارلمانونو غوښتي، چې په هېواد کې دې د بیان د ازادۍ د باوري کولو لپاره ږغ اوچت کړي او د خبریالانو د اقتصادي ژغورنې لپاره دې یوه ځانګړې تګلاره جوړه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG