لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نيکي هېلي استعفا ورکړې


په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نيکي هېلي د خپلې چوکۍ څخه استعفا ورکړې او صدر ټرمپ يې استعفا منظوره کړې ده.

هېلي د نهې، سه شنبې په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ سره يو ځای په ناسته کې ويلي، "دا زما د ټول عمر دپاره درناوی دی، او زه به د کال د اخرې پورې خپله دنده ترسره کوم".

صدر ټرمپ د استازې په دنده ترسره کولو هېلي ستاينه کړې ده.

نيکي هېلي د ټرمپ انتظاميې مهمه غړې وه خو په سمدستي ډول دا نه ده مالومه شوې چې هغې ولې دغه څوکۍ پرېښوده.

اغلې هېلي په ۲۷م جنورۍ ۲۰۱۷م په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازې چوکۍ سمبال کړې وه.

هېلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا او اسرايل په اړوند تعصب لرلو باندې نيوکې کولې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا يې هم ټکونه کړي وو.

هېلي له دې وړاندې د امریکا د جنوبي کېرولائنا رياست ګورنره وه.

XS
SM
MD
LG