لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د ټاکنو په شپه د 'ناڅرګندو' ټلیفونونو پلټنه کوي


واشنګټن ـــ د پاکستان د انتخاباتو مرکزي کمېشن د هېواد له مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) مرسته غوښتې، چې د هغو 'ناڅرګندو' ټلیفونونو په اړه ورسره پلټنه وکړي چې د جولای د ۲۵مې د عامو انتخاباتو په شپه د ووټ ورکولو مرکزونو ته شوي وو.

د انتخاباتو کمېشن وایي، د دغو 'ناڅرګندو' ټلیفونونو په وسیله د انتخاباتي مرکزونو پر کارکوونکو فشار اچول شوی وو، چې د نتایجو د لېږدولو سیسټم دې و دروي، چې وایي له هغه وروسته په دې شپه د ووټونو نتایج ځنډول شوي وو.

ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼه لیکي، چې په هغه شپه د انتخاباتو کمېشن او د شناختي کارډ جوړولو مرکزي ادارې (نادرا) پر یوه بل د دې سیسټم د ناکاره کېدو تورونه پورې کول، خو وایي سیاسي ګوندونه دا په ټاکنو کې درغلي بللې وه.

د شورو- چارشنبې په ورځ په پارلماني چارو کې د سېنټ د قایمه کمېټۍ په غونډه کې د انتخاباتي کمېشن د قانوني چارو مشر محمد ارشد په ډاګه وویل، چې د انتخاباتو په شپه ناوخته د دوی د دفتر چارواکو ته ناڅرګند ټلیفون شوی وو او ریټرننګ آفسرانو ته یې امر کړی وو، چې د نتیجو د لېږدولو سیسټم نور ونه کاروي.

ټریبیون لیکي چې محمد ارشد د سېنټ د کمېټۍ غونډې ته هغه لیک هم وړاندې کړی، چې پکې یې له ایف آی اې څخه د هغه ږغیز پیغام د قانوني پلټنو غوښتنه کړې چې په یو ایس بي کې یې خوندي کړی او ایف آی اې ته یې لېږلی وو.

د انتخاباتو کمېشن له ایف آی اې غوښتي چې په دې برخه کې د نورو پلټنو لپاره دې یو تفصیلي رپوټ هم تیار کړي.

د سېنټ د کمېټۍ غړي سنېټر رحمان ملک هم په غونډه کې په دې اړه خبرې کړې چې څنګه کېدلای شي کمېټۍ د آر ټي ایس یا د نتایجو د انتقال د سیسټم ناکاره کېدو او د انتخاباتو د کمېشن ذمه واریو ته کتنه وکړي. رحمان ملک ویلي:

"ما دغه آډیو یا د ټلیفون ږغ دوې میاشتې مخکې لا د سېنټ په غونډه کې له سنېټرانو سره شریک کړ".

رحمان ملک وایي د انتخاباتو د کمېشن تر قانوني پلټنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې د نتایجو لېږدوونکی سیسټم د انتخاباتو په پر دوه مینټه کم یوولس بجې ورو شوی او د نتیجو د تر لاسه کېدو رفتار یې د ۵۰۰۰۰ نتیجو پر ځای ۵۰ ته را ټیټ شوی دی.

رحمان ملک وایي له پلټنو څرګنده شوې چې د ۴۸۰۰ ریټرننګ آفسرانو سمارټ یا انډرایډ ټلیفونونه نه لرل چې په وسیله یې د نتایجو د انتقال سیسټم کار کاوه، هغه وایي ۴۲۰۰۰ انتخابي عملې مخکې له مخکې لا د انتخاباتو د کمېشن پر خبره له عمل کولو انکار کړی وو.

د انتخاباتو د کمېشن د معلوماتي ټیکالوجۍ د څانګې مشر خضر حیات هم د کمېټۍ غونډې ته د نتایجو د لېږدوونکي سیسټم د استعمال او فعالیت په اړه معلومات ورکړي، خو دا یې منلې چې وایي د انتخاباتو په ورځ له پریزایډنګ او مرستیال پریزایډنګ افسرانو سره په اړیکو ټینګولو او مفاهمت کې له ستونځو سره مخ وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG