لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا دپنځوس کلن تاریخ تر ټولو طاقتور سمندري طوفان دفلوریډا غاړې سره ټکراؤ سوی


دامریکا د پنخوس کلن تاریخ تر ټولو طاقتور اؤ سخت طوفان سمندري طوفان چې “مائیکل” نومیږي دفلوریډا ریاست دغاړې سره ټکر شوی دی.

په وقیانوس سمندر یا بحر وقیانوس کې د راپورته شوي دغه طوفان درجه له څلورمې څخه پینځمې ته اوښتې ده اؤ ددې سره هواګانې په یو ساعت کې ۲۴۹ کلو میټره رفتار کوي،

دطوفان له امله سخت بارانونه هم رامات شوي اؤ امریکایي چارواکو د فلوریډا دسمندر دغاړې دابادۍ پینځوؤ لکو کسانو ته له دغه ځایه د ځان ویستلو وینا کړې ده.

په فلوریډا کې دسمندر دغاړې د اکثرو کلیو دبجلۍ یا برېښنا ستنې غورځیدلي ، ونې له بیخه وتلی اؤ دخلکو دکورونو بامونه هواګانو وړي دي.

چارواکي وایي شاوخوا دوه لکه کورونه اؤ کاروباري ادارې د برېښنا څخه محرومه شوي دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وؤ وؤ دطوفان شدت د سه شنبې په ورځ دوهمه درجه ریکارډ کړل شوی ؤ خو دمیکسیکو دخلیج د ګرم موسم له امله د سه شنبې په ورځ دا شدت څلورمې درجې ته ننوتلی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG