لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پوځ او ايي اېس ايي باندې تورونه لګوؤنکی جسټس صديقي د چوکۍ څخه لرې کړی شوی


Justice Shaukat Aziz Siddiqui
Justice Shaukat Aziz Siddiqui

د اسلام اباد هايکورټ جسټس شوکت عزيز صديقي د سترې عدالتي شورا يا سپريم جوډيشل کونسل په سپارښتنه د ملک صدر د چوکۍ څخه لرې کړی دی.

جسټس صديقي د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره په عدالتي چارو کې د لاس وهنې تورونه لګولي وو.

تېره شپه ناوخته د ملک صدر صدر عارف علوي د جسټس صديقي د لرې کولو د عدالتي شورا وړانديز لاسليک کړی دی.

د قانون وزارت په رسمي ډول امر جاري کړی او جسټس شوکت عزيز صديقي اوس په خپله چوکۍ نه دی پاتې.

د ښاغلي صديقي پرضد د خپل واک په ناجايزه توګه کارولو او د ملک د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي پرضد وېنا باندې په عدالتي شورا کې قضیه شوې وه.

صدیقي روان کال د جولایۍ په میاشت کې د پېنډۍ د وکيلانو يوې غونډې ته په وېنا کې تور لګولی ؤ چې ایي اېس ایي په عدالتونو کې د هېواد مهمو سیاسي مقدمو فېصلو په خپله خوښه بدلولو کې په پوره توګه فعاله ده.

هغه ويلي ؤ د استخباراتي ادارو چارواکي د سیاسي فیصلو لپاره په خپله خوښه عدالتي (ډلې) بنچونه جوړوي.

نوموړي تور لګولی ؤ د عدلیې نه ازادي اخستی شوې او هغه خلک یې قابو کوي د چا په لاس کې چې ټوپک دی. د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ اړخ ته وه.

له دغې وروسته د پاکستان پوځ د سترې محکمې نه غوښتنه کړې وه چې په استخباراتي او امنيتي ادارو د لګول شوؤ تورونو پلټنې دې وکړي.

نوموړي جج بیا ويلي ؤ چې د هغه د قضيې اورېدنه دې په خلاص عدالت کې وشي، خو ځايي ميډيا ویلي ښاغلي صديقي ويلي د هغه دا خواست نه ؤ منل شوی او د پلټنو دپاره کمېشن جوړ کړی شوی ؤ.

هغه ويلي ډېر زر به په دغه اړوند خپل تفصيلي ځواب عوام ته وړاندې کړي.

نوموړي دا هم ويلي چې د هغه دپاره دغه فېصله راتلل د توقع نه بهر هم نه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG