لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټولو ججانو احتساب به کیږي، مشر قاضي


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار ويلي، "د احتساب عمل پېل شوی او اوس به د ټولو ججانو احتساب کیږي".

د ځايي ميډيا ترمخه مشر قاضي د ذيلي عدالتونو په اړوند د قضيې په اورېدنه کې ويلي، ستره عدالتي شورا (سپريم جوډيشل کونسل) فعاله ده، ججان ګاډي، بنګلې او اسانتياوې غواړي، خلک چغې وهي خو د چا سره فکر نشته.

نوموړي ويلي اوس چې کوم ججان کار نه کوي پرضد به يې کارروايي کيږي.

د سترې محکمې مشر قاضي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د سترې عدالتي شورا په سپارښتنه د اسلام اباد هايکورټ قاضي شوکت عزيز صدیقي د چوکۍ څخه لرې کړی شوی دی.

د عوامي نيشنل ګوند ميا افتخار حسېن ويلي،

"مونږ د ججانو انصاف هم منصفانه غواړو، په هیڅ صورت امتيازي او انتقامي نه ده پکار. چې ججانو ته هم انصاف نه شي ترلاسه، او د اسټبلشمنټ د خوشحالولو دپاره فېصلې کيږي، نو بيا به انصاف چاته مېلاويږي".

د اسلام اباد هايکورټ جسټس شوکت عزيزصدیقي روان کال د جولایۍ په میاشت کې د پېنډۍ د وکيلانو يوې غونډې ته په وېنا کې تور لګولی ؤ چې ایي اېس ایي په عدالتونو کې د هېواد مهمو سیاسي مقدمو فېصلو په خپله خوښه بدلولو کې په پوره توګه فعاله ده.

هغه ويلي ؤ د استخباراتي ادارو چارواکي د سیاسي فیصلو لپاره په خپله خوښه عدالتي (ډلې) بنچونه جوړوي.

نوموړي تور لګولی ؤ د عدلیې نه ازادي اخستی شوې او هغه خلک یې قابو کوي د چا په لاس کې چې ټوپک دی. د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ اړخ ته وه.

له دغې وروسته د پاکستان پوځ د سترې محکمې نه غوښتنه کړې وه چې په استخباراتي او امنيتي ادارو د لګول شوؤ تورونو پلټنې دې وکړي.

د سترې محکمې مشر قاضي بيا د صديقي د وېنا نوټس اخيستی ؤ.

تېره شپه صدر عارف علوي د جسټس صديقي د لرې کولو سپارښتنه لاسليک کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG